لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د لویدیځ او ختیځو هېوادونو په موسیقۍ کې د لرغوني ګندهارا تهذیب نښې


پوهان وايي د ټېکسلا نه تر کابل پورې خور، (د ننګرهار په شمول) د ګندهارا تهذيب نن هم د دې خبرې ثبوت دی چې نه يواځې بدهـ مذهب د دې ځای نه نورو ملکونو لکه کوريا، چين او تائي لينډ ته خپور شوی، د دې ځای نه موسیقی آلات او سازونه هم خپاره شوي.
د لرغوني اثارو ماهران او په فني تاريخ ليکوالان دا دعوې کوي چې څه سازونه يا د موسيقۍ څه الات د دې سيمې نه اروپا ته رسېدلي دي. د سکاټ لېنډ سره تعلق لرونکی د فن او تاریخ په حقله يو ليکوال ويليم ډېرېمپل د اروپا د يو هېواد اټلی د روم ښار يو عجائب ګر کې د ګندهارا مجسمونو عکسونو سره په سوشل میډیا ليکلي دي "اروپا کې شپېلۍ تر دا چې د وايلن په رنګ ټول د موسيقۍ الات هم د ګندهاره د وختونو دي او د سوات د بت کدې سره تعلق لري چې دغلته ته د بغداد او بيا د اندولوسيا، سپېن او نور يورپ ته خپاره شوي دي."
د ګندهارا تهذيب باندې يو پوهاند او د خېبر پښتونخوا د لرغوني اثارو محکمې مشر ډاکټر عبدالصمد هم د دې خبرې پخلی کوي چې د ګندهارا نه ډېر د موسيقۍ الات يا سازونه يورپ ته خپور شوي دي او د اروپا ارټ يا فن کې نن هم ښکاري.
"دلته نه د موسيقۍ الات ډېر زيات هلته تلي دي، لکه طبله شوه، شپېلۍ شوه، رباب شو او ڼور ډېر داسې الات دي چې دلته نه تلي دي او تاسو ته د اروپا په ارټ کې موندلی کيږي، دلته چې د ګندهارا ارټ کوم لرغوني تختۍ دي هغه دوه زره کاله زړې دي، او هلته چې کوم تاسو ته تر لاسه کيږي هغه دولس سوه يا ديارلس سوه یا څوارلس سوه کاله زاړه تر لاسه کيږي، د دې مطلب دا دی چې دا څيزونه هم دلته نه تلي دي. هر يو څيز د يونان، روم يا د منځنۍ اېشيا نه دلته نه دی راغلی بلکې دا اثر د دواړو اړخ نه يو بل ته تلی دی".
ډاکټر عبدالصمد وايي د ګندهارا تهذيب دغه سازونه، تر دې چې ګډاګانې او د نور فن دغه نخښې نن هم هغه د ګندهاره نمونو او بتانو کې ښکاري چې بېلا بېلو عجاېب ګرو کې نن هم خوندي دي.


"دا ګډاګانې، دا مېلې، دا څومره د ګندهارا ارټ نخښې چې تاسو پېښور عجاېب ګر کې ګورئ، سوات يا د ټېکسلا عجاېب ګر کې ګورئ، د بدها کلتور د ارام تختو کې ډول هم ښکاري، طبله هم ښکاري، رباب او شپېلۍ هم ښکاري. بېلا بېل نور څيزونه لکه بېنجو او نور داسې ډېر د موسيقۍ الات چې دي د ګندهاره ارټ کې ځای په ځای دلته شته دی، د ګډاګانو بېلا بېل اندازونه دي پکې، د هند ډېر مشهوره ګډا چې تري بنګا ورته وايي او نورې هندې ګډاګانې په ګندهاره ارټ کې ډېرې زياتې دي. خو په دې باندې چا دومره کار نه دی کړی، خو دا خبره بلکل سمه ده چې د منځنۍ اېشيا نه څومره اثر راغلی دی نو ځکه مونږ وايو چې ګندهاره د يو شمېر کلتورونو يو کور پاتې شوی دی، د هرې سيمې نه پکې څه نه څه دلته پاتې شوي دي."
د موسيقۍ د سازونو او د دې په تاريخ باندې د پېښور پوهنتون نه پي اېچ ډي کوونکی يو هنرمند راشد خان وايي چې هغه هم په دې څيړنه کوي چې څنګه د ګندهارا تهذيب ډېر سازونه دلته راتلونکي خلکو راوړي او کوم سازونه دلته نه نورې نړۍ ته خپاره شوي دي. راشد خان وايي د هغه تحقيق وايي چې رباب هم د دې خاورې ساز دی.
"زما د پي اېچ دي په څيړنه کې وړومبی باب هم دغه دی، په دې باندې ما ډېر کار کړی دی او داسې حوالې راته په لاس راغلي دي چې هغه ډېرې حېرانوونکې دي، په دې کې د رباب په اړه زه دا دعوی لرم او زما خپله څيړنه ده په دې چې رباب زمونږ د دې خاورې ساز دی او څنګه چې نور سازونه مونږ ته راغلي دي نوهم داسې دا رباب زمونږ نه تلی دی او په اروپا او نورو سيمو کې خپور شوی دی."
پوهان وايي نن هم ټوله نړۍ کې خپور د ګندهارا تهذيب نخښې او د فن نمونې د دې ثبوت دي چې ګندهاره د پرامنه عقيدو او فن او موسيقۍ يو مرکز و. د ګندهارا تهذيب د فن او نمونو دا لرغونې اثاثه د ورانولو په ځای د ژغورنې وړ ده چې راتلونکي نسلونه د دې نه څه زده کړه وکړي.

XS
SM
MD
LG