لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر کې په پرل کانټیننټل هوټل وسله وال برید کې امنیتي محافظ وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي په ګوادر ساحلي ښار کې په پرل کا نټیننټل هوټل وسله وال برید کې یو امنیتي محافظ وژل شوی. د اېي اېس پي ار تر مخه دغه امنیتي محافظ د برید په وخت د هوټل په دروازه یا ګیټ ولاړ وو.

وړاندې د دغې پاکستاني مطبوعات ویلی وو چې د پاکستان ساحلي ښار ګوادر کې په لوې هوټل او پيژندلي هوټل (پرل کانټیننټل) وسله والو برید کړی او دغلته لا هم ډزې روانې دي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې د یو ځايي پولیس افسر د خلې ویلي چې د دریو نه څلورو پورې نامعلومه وسله وال د هوټل دغه ودانۍ ته ورننوتي او په هوټل کې ډزې روانې دي.

د دغه پولیس چارواکي تر مخه د ډزو وروسته دغه هوټل ته د ملیشا عسکر ، د ترهګرۍ پرضد جوړ ځانګړي ځواک او پوځیان ور رسیدلي او هوټل يې په خپله ولقه کې اخستی.

د سېمې نه د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور د ځايي چاروکو د خلې ویلي چې په دغه هوټل کې لا هم ډزې روانې دي او تر دې دمه د څه مرګ ژوبلې پخلی نه دی شوی. دغه چارواکو ویلي چې د برید په وخت په هوټل کې بهرني میلمانه نه وو او زیات تره د هوټل کار کونکي په هوټل کې موجود وو.

په ګوادر کې جوړ پرل کانټیننټل هوټل ته اکثره خارجیان او کاروباري تنان ورځي.

په ګوادر کې په دغه لوې هوټل دا برید په داسې مهال شوی چې څو اونې وړاندې د ګوادر سره نژدې په اورماړه کې د نامعلومه وسله والو په برید کې ۱۴ امنیتي کارکونکي وژل شوي وو.

د دغه پېښې نور جزیات راروان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG