لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د شماریاتو اداره وايي سږ کال صنعتي پېداوار کمی شوی


د شماریاتو اداره وایې د فرنیچر  په څانګه کی 105 فیصد، د فټبال صنعت 65 فیصد او د جامو په پیداوار کی 34 فیصد ضافه شوې
د شماریاتو اداره وایې د فرنیچر  په څانګه کی 105 فیصد، د فټبال صنعت 65 فیصد او د جامو په پیداوار کی 34 فیصد ضافه شوې

د پاکستان د شماریاتو اداره وایې روان مالی کال یوازی په اکتوبر کی د غټو صنعتونو یا کارخانو پیداوار 7.75 فیصد کم شوی او روان مالی کال په څلور میاشتو کی په دی کی 2.89 فیصد کمی راغلی.

تیر مالی کال د شمیرنی د اداری مطابق د غټو کارخانو کلیز پیداوار 11.7 فیصد زیات شوی و.

د اقتصاد ماهر او خبریال محمد فهیم وی او ای ډیوه ته وایې په ملکی کچه د خلقو د خریدارۍ توان کم شوی او د دې تر څنګ د حکومت لخوا په ډالرو د کنټرول ساتلو دپاره سخت ګامونه اخستل شوي چې له وجی په پیداوار اثرات پریوزي.

محمد فهیم واي حکومت ډالر کنټرول کول غواړي او بینکونو ته د درامداتو دپاره ایل سيز د پرانستلو اجازه نشته په اصل کی پیداوار ځکه کم شوی چی د دی استعمال کم دی او بیا کارخانی هم خپل پیداوار کم کړی.

د شماریاتو د اداری مطابق روان مالی کال په څلور میاشتو جولایې نه اکتوبر پوری په پاکستان کی د غټو ګاډو پیداوار 30.56 فیصد کم شوی د جامو یا ټیکسټایل صنعت 24.62 فیصد مشنری 38 فیصد،د لرګی پیداوار 81 فیصد کمپیوټر او الیکترونیکي سامان 25 فیصد او د دواسازی صنعت 18 فیصد راکم شوی اداره وایې د فرنیچر په څانګه کی 105 فیصد، د فټبال صنعت 65 فیصد او د جامو په پیداوار کی 34 فیصد ضافه شوې.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وی او ای ډیوه ته وایې په نړی وال مارکیټ اقتصادی فعالیتونه کم شوی او د هغی اثر په پاکستان هم پریوزي برآمدات کم شوی او په ترسیلات زر کی هم کمی راغلی دوی زیاتوی په ملکی کچه د سود د زیاتی شرح له امله په مارکیټ کی د پیسو راتګ کم شوی چی له وجی په روزګارونو منفی اغیزی کیږی. "پیسی په مارکیټ کی چلن نه کوی نو هغی سره بیروزګاری پیدا کیږی او ورځ تر بلی په دی کی اضافه کیږی او دی سره بنیادی شیانو په قیمتونو کی هم زیات والی راځی."

بزنس ریکارډر ورځپانړه په خپله اداریه کی وایې اقتصاد ورځ تر بلی خرابیږي او حکومت سره د اولس دپاره د چالبازو نه پرته نور هیڅ نشته په ملک کی د بجلی او ګیس د نشت والي په وجه کارخانی بندیږي او حکومت د توانایې د بچت دپاره د دروغو منصوبو دعوی کوی د برآمداتو کمی، د اقتصاد قلاری او کم ترسیلات زر د حکومت دپاره غټ چیلنجونه دي.

د پاکستان مرکزی حکومت وایې په درامدی بل کی یې 12 فیصد کمی راوستی کرنټ اکاونټ خساره يې کمه کړی او په ملک کی د اقتصادی بحران هیڅ امکان نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG