لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: مرکزي حکومت حفیظ شیخ د قامي مالياتي کمېشن نه لرې کړی دی


د پاکستان مرکزي حکومت د وزیراعظم د خزانی او مالي چارو سلاکار ډاکټر حفیظ شیخ د قامي مالياتي کمېشن نه لرې کړی دی. د شورو په ورځ په دغه لړ کې یو امر یا نوټیفکيشن د اسلام اباد هائي کورټ ته د پاکستان اټارني جنرل یا لوی څارنوال خالد جاوید له خوا وړاندې کړل شوی دی.اسلام اباد هائيکورټ د صوبو او مرکز ترمنځ د وسيلو ويش دپاره لسم قامي مالیاتي کمېشن (این ایف سي) د جوړولو پرسر د یوه خواست اوریدنه کوله ، په دغه خواست کې د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي خرم دستګیر د اسلام آباد هائيکورټ کې د قامي مالیاتي کمیشن جوړښت چیلنج کړی دی.

اټارني جنرل خالد جاوید هائيکورټ ته وویل : ” موږ د وړاندې نه یو نوی نوٹیفکیشن (امر) خپورکړې چې له هغه وجې مخکنی لغوه شوې دی“. هغه زیاته کړه: ” د نوی نوٹیفکیشن ترمخه حفیظ شیخ د کمېشن غړی نه دی“.

د می په میاشت کې د خرم دستګیر لخوا په اسلام آباد هائيکورټ کې یو خواست جمع شوی وو په دغه خواست کې ویل شوي چې د پاکستان صدر عارف علوي د لسم قامي مالیاتي کمېشن جوړولو دپاره نه یواځې د وزیراعظم عمران خان د خزانی او مالي چارو سلاکار ډاکټر حفیظ شیخ د کمېشن غړی ټاکلی دی بلکې هغه یې د دغه کمېشن مشر یا کنوینر هم جوړ کړی دی، چې دا یو غیرائیني ګام دی.

حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند دغه خواست کى د اسلام اباد هاي کورټ نه د کميشن د جوړښت دپاره حکومتي تګلاره او د وزيراعظم خزانى سلاکار د کميشن غړى ټاکل غير اییني ګرځولو غوښتنې شوې وی.

په دى قضيه کى د مسلم ليګ نواز ګوند وکيل او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن شاهنواز ميډيا ته ويلي دوى حکومت مجبوره کړى چى د دستور په ضد پريکړو نه ډډه وکړي.

قامي مالياتي کمېشن په عمومي ډول تر لسو پورې غړي لري ، د هر یوې صوبې نه دوه دوه غړي او دوهغړي د مرکزي حکومت استازیتوب کوي.

په ورستیو کې د واکمن تحریک انصاف ګوند مرکزي وزیرانو او نورو غړو ویلي چې حکومت په وسیلو کې د صوبو برخه کمولو او د مرکز برخه د زیاتولو فیصله کړی ده. خو د وړو صوبو ملت پاله ګوندونو او په سند کې واکمن پاکستان پیپلز پارټۍ د تحریک انصاف ګوند مشرانو په بیانونو سخت غبرګون ښودلې دی.

اووم قامي مالیاتي کمېشن اوس هم یوې لسیزې پس عملي دی. د اتم او نهم قامي مالیاتي کمېشن ترکیبونه په ټاکل شوي وخت د اساسي قانون غوښتنې سره سم چې دا هر پنځه کاله وروسته جوړ شي جوړ شول ، خو دوی هیڅ جایزه نه وه اعلان کړی او یواځې د اوومې جایزې عملي کولو نظارت یې کړې وو.

په اووم قامي مالیاتي کمېشن کې ‌ډاکټر قیصر بنګالي د سند ، پخوانی مرکزي حکومت سیکټري غفور مرزا د پنجاب، د عوامي نیشنل پارټۍ پخوانی سینټر حاجی محمد عدیل د خیبر پښتونخوا ، او کرنل ډاکټر ګلفراز احمد د بلوچستان استازیتوب کړی وو.

په لسم قامي مالیاتي کمېشن کې صدر عارف علوي د پنجاب دپاره طارق باجوه ، د سند دپاره ډاکټر اسد سعید ، د خیبرپښتونخوا دپاره مشرف رسول او د بلوچستان لپاره ‌ډاکټر قیصر بنګالي ټاکلي دي.

د دې وړاندې صدر علوي د بلوچستان استازیتوب دپاره جاوید جبار ټاکلی وو خو د د بلوچستان او خیبرپښتونخوا سیاستوال وایي چې دوی ته په لسم مالیاتي کمېشن کې د دوی د صوبو په استازیتوب ورته د داسې اقتصادي ماهرینو شاملول د منلو وړ نه دي چې هغه له نورو صوبو سره تړاو لري.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې مشرف رسول تعلق د پنجاب صوبې منډي بهاوالدین ضلع سره دی.

په خیبرپښتونخوا کې مخالف سیاسي ګوندونه وایي، په صوبایي کمېټۍ کې موجوده غیرمقامي غړي د پښتون قام استازیتوب نه شي کولای او په آیین کې له بدلون پرته په قامي مالیاتي کمېشن کې بدلون راوستل د پاکستان آیین خلاف ورزي ده.

د تحریک انصاف ګوند له خوا نوی مالیاتي کمېشن به د مرکزي حکومت پر امنیتي خرچو، د قامي ادارو خساره، د قرضونو پر بیرته ادا کولو او د رعایتونو پر طریقه کار بحث کوي، خو اقتصادي څېړونکي وایي چې د نویو څلورو نقطو له منلو سره به پر صوبو مالیاتي فشار راشي.


د سیند حکومت هم دغه کمېشن غیرآییني‌ ګڼلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG