د امریکې د ډیموکرېټ ګوند د ملي کمېټۍ مشر جېم هېریسن د جمعې په ورځ وویل، مرستیالې صدرې کاملا هېریس د ګوند د استازو له خوا کافي رایې تر لاسه کړې دي چې په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند نومانده شي.
دا اعلان د ډیموکرېټ ګوند د هغو آنلاین رایو ورکولو تر بهیر مخکې شوی دی، چې د دوشنبې- ګل په ورځ به پای ته رسیږي. کاملا هېریس د خپل ګوند د کافي رایو تر لاسه کولو په اړه پر خپل ایکس لیکلي:
"زه ویاړم چې د امریکې د صدارت لپاره د ډیموکرېټانو نومانده یم. زه به راتلونکې اوونۍ په رسمي توګه نوماندي یا امیدواري قبوله کړم".
د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې کاملا هېریس د ګوند د کنونشن په نیزدې 4,000 استازو کې د پینځه ورځنیو الیکټرانک رایو په بهیر کې یواځینۍ نومانده وه او د دې میاشتې په وروستیو کې به د شیکاګو په کنونشن کې په رسمي توګه نومول کیږي.
کاملا هېریس په تورپوستو کې لومړۍ مېرمن ده چې د ډیموکرېټ ګوند له خوا به د صدارت د نوماندۍ ټکټ تر لاسه کړي.
ډیموکرېټ ګوند به د دوشنبې- ګل د ورځې په ماښام د نتیجو رسمي اعلان هغه وخت وکړي چې په دې میاشت کې کېدونکي د ډیموکرېټک ګوند د ملي کنونشن د استازو لپاره د آنلاین رایو ورکولو بهر ختم شي.
جېم هېریسن ژمنه وکړه ډیموکرېټان به د دې میاشتې په اخر کې په شیکاګو کې د خپل کنونشن په مهال "تر مرستیالې صدرې کاملا هېریس شاوخوا را غونډ شي او زموږ د ګوند زور به وښیي".
د ډیموکرېټک ګوند ملي کمیټې د مېرمن هېریس د نوماندۍ لپاره د استازو د رایو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو بل هیڅ کس د نوماندۍ لپاره هېریس نه ده چېلنج کړې او هغې د بایډن له ملاتړ وروسته په بیړه په څو ورځو کې د خپل ګوند ملاتړ تر لاسه کړ.
څنګه چې کاملا هېریس په صدارتي ټاکنو کې د ریپبلکن ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ سره مخامخ کېدو ته چمتووالی نیسي، د هغې د کمپېن ډله خپل اعلی کارکوونکي بیا ترتیبوي او د صدر بارک اوباما د بریاليو کمپېنونو تجربه کار کسان ورسره ملګري کوي.
ټاکل شوې ده چې کاملا هېریس به راتلونکې اوونۍ د خپلو صدارتي ټاکنو د کمپېن لپاره د امریکې اوو بنیادي ایالتونو ته سفر کوي او په دې سفر کې به مرستیال صدر هم ورسره ملګری وي چې ډېر ژر به اعلان شي.
Forum