لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وېکسینونو اثرات: اسرائیل او برطانیه کې يې ډېره ښه نتیجه ورکړې ده


برطانیه او اسرائیل د نړۍ دوه ملکونه دي چې تر ټولو مخکې هلته د کرونا وېکسین د اثراتو نتایج مخې ته راغلي او د کرونا وبا د ختمېدو دپاره یې خوشبیني زیاته کړې ده. برطانیې او اسرائیل اعلان کړی چې وېکسینونو دوی ته دا موقع برابره کړې چې اوس لګول شوي بندیزونه ورو ورو لېرې کړي.

د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن دا خیال لري چې په خپل ملک کې د کروناوایرس د وجې لګول شوي بندیزونه کرار کرار لېرې کړي. جانسن ویلي چې د بندیزونو د لېرې کولو موقع، د وېکسین لګولو کامیابې منصوبې له برکته مخې ته راغلې ده.

د ساینس له اړخه ورځ تر بلې داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې وېکسینونه کولی شي په عالمي کچه کرونا وبا تر کنټرول لاندې راولي.

برطانیه یو له هغو ملکونو ځیني ده چې د کروناوبا له وجې سخت بندیزونه په کې لګېدلي دي.

د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې تر دوو هفتو پورې به د ټولو تعلیمي مرکزونو او سکولونو زده کوونکي په خوندي توګه بېرته خپلو جماعتونو ته حاضر شي. هغه داسې یو پلان اعلان کړ چې له مخې به یې برطانیه کې اقتصادي او ټولنیزې چارې ګام په ګام، په تدریج سره بېرته عادي حالت ته وروګرځي.

برطانویان د دې پرېکړې هرکلی کوي او خوشحاله دي. ابتدایې نتایج څرګندوي چې په برطانیه کې فایزر او آسټرازینیکا وېکسینونه د کرونا وبا له امله په هسپتالونو کې د خلکو د بستري کېدو مخه تر ډېرې زیاتې اندازې نیولې ده. ډاکټران وایي چې د زکام معمولي وېکسینونه شپېته فیصده (٪۶۰) موثریت لري، خو د کروناوایرس وېکسینونو اثر د اتیا فیصدو (٪۸۰) نه زیات دی او دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده.

اسرائیل – د وېکسین تر ټولو کامیابه منصوبه

اسرائیل هم اعلان کړی چې په هغه ملک کې د کرونا وېکسینونو ډېره ښه نتیجه ورکړې او په دې دلیل اوس به هلته لګول شوي بندیزونه او لاکډاونونه هم ورو ورو لېرې کړی شي. تر دې مهاله د اسرائیل نږدې نیمې آباتۍ ته د کروناوایرس وېکسینونه لګول شوي دي.

اسرائیل خپلو خلکو ته د فایزر کمپنۍ وېکسین لګولی او تر اوسه په ټوله نړۍ کې د وېکسین شوو کسانو د فیصدي له مخې اول نمبر دی.

د څو میاشتو پس په لومړي ځل په تېرو درېيو ورځو کې د اسرائیل شاپنګ سنټرونه بېرته پرانېستل شول، مګر اوس هم دا محدودیتونه شته چې په یو وخت کې به کم شمېر کسان یو دوکان ته ننوځي، او څو چې هغوی نه وي راوتلي، نور کسان دوکان ته نشي ننوتلی.

د هغو کسانو دپاره چې د کروناوېکسین لګولو وروسته ورته شین کارت ورکړی شوی، هوټلونه او د سپورټ جېمونه هم پرانېستل شوي دي.

د اسرائیل د صحت وزارت یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې د وېکسین لګولو د دوه میاشتو هلو ځلو، ډېره ښه نتیجه ورکړې ده. اسرائیل خپلې ټولې آباتۍ ته د فایزر کمپنۍ وېکسینونه اخیستي دي.

د صحت چارواکي وایي چې نتیجو ته په کتلو سره دا ثابتیږي چې وېکسینونو ډېره ګټه کړې ده، په خصوص د هغو مریضانو شمېرې کې قریب ۹۹ فیصده کمی راغلی چې د کرونا د وجې نه به هسپتال کې بستري کېدل.

په امریکا کې که څه هم تر اوسه لسګونه میلینه کسانو ته د کرونا وېکسین لګول شوی، خو د امریکا آباتي له درې سوه میلینه نه زیاته ده، نو د وېکسین شوو کسانو فیصدي لا تر اوسه کمه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG