لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له امله د تجارتي سمندري جهازونو د عملې په زرګونو غړي په سمندرونو کې اېسار دي


د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کرونا وایرس دلاسه د "مېرینرز" یا په سمندري جهازنو د کارکونکو موجوده صورتحال فعالان یو انساني کړکېچ بولي چې له امله یې په نړیواله کچه د تجارتي سامان د یو ځای نه بل ته د وړلو عمل متاثره کېدلی شي
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کرونا وایرس دلاسه د "مېرینرز" یا په سمندري جهازنو د کارکونکو موجوده صورتحال فعالان یو انساني کړکېچ بولي چې له امله یې په نړیواله کچه د تجارتي سامان د یو ځای نه بل ته د وړلو عمل متاثره کېدلی شي

د کرونا وایرس له امله تجارتي سامان وړونکو سمندري جهازونو د عملي قریباً یو لک غړي د دنیا په بېلا بېلو برخو کې په سمندرونو کې په خپلو کشتیو کې اېسار دي او د وایرس د مخنیوي دپاره په سفر د پابندیو په سبب خپلو کرونو ته نشي ستنېدلی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کرونا وایرس دلاسه د "مېرینرز" یا په سمندري جهازنو د کارکونکو موجوده صورتحال فعالان یو انساني کړکېچ بولي چې له امله یې په نړیواله کچه د تجارتي سامان د یو ځای نه بل ته د وړلو عمل متاثره کېدلی شي.

رپورټ وايي په عامه توګه یو اشاریه شپږ مېلین کسان په نړیواله کچه په تجارتي سمندري جهازونو کې د مېرینرز په حېث روزګار کوي. رپورټ وايي د یوې اندازې ترمخه د نړیوال تجارتي سامان ۸۰ فیصد برمخه د سمندر دلارې یو ځای نه بل ځای ته انتقالېږي.

د کرونا وایرس دلاسه په سمندر په اېسارو کسانو کې د هندوستان د نوي دلي رتېش مهتره هم شامل دی.

د تېرکال د جولای په میاشت کې د مهتره د ۸۰۰۰۰ ټنه ګېس ټېنکر د کپتان په حېث د څلورو میاشتو دپاره کانټرېکټ یا قرارداد دسختط کړو. د تېرو اتوو میاشتو راهسې مهتره او د هغه د ټنېکر عمله اېسار دي او د کرونا وایرس له امله د جپل سمندري جهاز نه نشې کوزېدلی.

رویټرز خبري ادارې سره خبرو کې مهتره وویل کور ته په وخت نه تلل یو خوا خو اوس هغه او د عملې غړي یې داسې محسوسوي لک چې په بېړۍ په قېد کې وخت تېروي.

مهتره وویل اوس پې کوروالا هم باور نه کوي ځکه چې د ډسمبر د میاشت راهسې ورته د بېرته ورتګ تاریخونه ورکوي. هغه وویل په ورستي ځل یې په جنورۍ کې کوروالو ته ویلي وو چې په جاپان کې به د بېړۍ نه کوز شي خو دغه میاشت هم تېره شوه.

مهتره چې د جهازرانۍ د ۲۰ کال تجربه لري باالاخر د مارچ په اخېره کې د جهاز نه کوز شوی خو په دلي کې کور ته د تګ وړاندې به دوه هفتې په قرنطین کې تېروي. هغه وايي نه غواړي چې زامن یې هم د هغه روزګار خپل کړي.

په عامو حالاتو کې په تجارتي سمندري جهازونو کې کاروکونکي د څلورو نه تر شپږو میاشتو پورې وخت تېروي چې بیا عمله بدله کړی شي. او د عملې یو غړی یوازې په داسې صورت کې جهاز پرېښودلی شي چې په ځای یې بل تن موجود وي. د جهاز د عملې په ګردش کې د عملې غړي خپل ملک ته بېرته د رسېدو دپاره هوايي سفرونه کوي، د بېلا بېلو ملکونو نه تېریږي او د کومو ملکونو نه چې تېرېږي د هغو ملکونو ویزو ته اړتیا لري.

خو د کرونا وایرس له امله د سمندري جهازونو د عملې غړي دغه سفرونه د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د بندیزونو په سبب د معمول په څېر نشي کولی. دا انټرنېشنل چېمبر اف شپبنګ یا د جهازرانۍ د نړیوال تنظیم چارواکی ګای پلېټن کوي.

ښاغلي پلېټن وي او ای ته وویل د تېر کال پورې د څلورو لکو نه زیات کسان په جهازونو اېسار شوي وو چې د کانټرېکټ د مېعاد نه زیات وخت په خپلو کشتیو تېر کړی و، چا یو کال او چا د اتلسو میاشتو پورې وخت هم تېر کړی و.

هغه وویل د ۲۰۲۰ په اخیره کې صورتحال څه قدرې بهتر شوی و خو اوس بیا نوي بندیزونه په ځای کېږي‌ پلېټن تشویش لري چې د سمندري جهازونو د کاروکونکو خپلو ملکونو ته سفر به بیا د مشکلاتو سره مخامخ شي.

ځینې فعالان غوښتنه کوي چې د سمندري جهازونو د عملې غړو ته دې په بېړنۍ توګه د کرونا ضد وېکسین هم ورکړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د هانګ کانګ په سمندر کې دا وخت په درځنونو سمندري بېړۍ لنګر انداز دي او د کرونا وایرس له امله یې د عملي غړي ساحل ته نشي تللی.

په هانګ کانګ کې د سمندري جهازونو د کارکوونکو د خېر ښېګړې تنظیم هانګ کانګ سي فېریرز مشن رېورنډ سټېون ملر د ساحل سره نژدې د لنګرانداز د جهازونو عملې غړو ته لکه د موبایل سېم او چپسو په شان واړه شیان وړي، وايي د سمندري جهازونو د عملې غړو ذهني صحت په اړه تشویش لري. هغه وايي دغه کسان د ډیر وخت راهسې د کورونو او کورنیو نه لرې دي او پرېشانه به وي او سوچ به کوي چې بغیر د څه ګني ژوند تېروي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG