لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټیټه بیعه په دولتي هیلي کاپټرو کې دګرځیدلو مقدمه کې عمران خان نیب ته حاضر شوی


دپاکستان راتلونکی احتمالي وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر ښاغلی عمران خان د دولتي هیلي کاپټر په ټیټه بیعه د کارؤلو دوسیه کې نن د حساب کتاب ملي ادارې یا نیب ته وړاندې شوی دی.

په عمران خان تور دی چې کله یې په پښتونخوا کې حکومت ؤ نو دصوبې هیلي کاپټرو کې یې ۷۴ ساعته الوتنې کړي دي چې ددغو الوتنو د تیلو مصرف یو کروړ اؤ ۱۱ لکه روپۍ جوړیدو خو عمران خان یوازې ۲۱ لکه روپۍ د کرایې په ډول دولت ته ورکړي دي.

ددغه دوسیې د پلټنو په لړ کې نن عمران خان په داسې حال کې په پېښور کې دنیب دفتر ته وړاندې شوی چې په ټول پېښور کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ اؤ په بیلابیلو سیمو کې په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه ودرؤل شوي وؤ.

سرچینې وایي چې دنیب دفتر عمران خان ته د دولتي هیلي کاپټرو په ټیټه بیعه د کارولو په اړوند ۱۵ پوښتنې ورکړي اؤ په دوؤ اوونیو کې یې ترې دهغې ځواب غوښتی دی.

تر دې وړاندې په دغه دوسیه کې د خیبرپښتونخوا صوبې د پینځوؤ انتظامي سکترانو،دهوابازۍ دڅانګې چارواکو اؤ پخوانی لمړي وزیر پرویز خټک څخه هم پلټنې شوي اؤ دهغوي بیانونه اخستل شوي دي.

دنیب د راپور له مخې عمران خان د خیبر پښتونخوا صوبې ایم ايي ۱۷ هیلي کاپټر کې ۲۲ ساعته اؤ ایکیوریل هیلي کاپټر کې ۵۲ ساعته الوتنې کړي اؤ د یو ساعت الوتنې پسر یې یوازې ۲۸زره روپۍ دولتي خزانه کې جمع کړي دي.

دنیب راپور وایي که چرې عمران خان دشخصي شرکتونو هیلي کاپټر کارولی نو د ایم ایي ۱۷ هیلي کاپټر به یې د یو ساعت د ۱۰نه تر ۱۲لکو اؤ د ایکیوریل هیلي کاپټر به یې د یو ساغت پینځوؤ نه تر شپږو لکو روپو کرایه ورکوله.

په ۲۵م جولایي ټولټاکنو کې دبریالي کیدلو وروسته عمران خان پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې هغه به د ملي منافعو اؤ قامي پیسو حفاظت کوي اؤ حکومت به یې د سادګۍ لاره خپلو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG