لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اته ورځو د چوپتیا وروستو عمران خان نن لومړی ټوېټ کړی


د پاکستان تحریک انصاف مشر او د پاکستان راتلونکي (امکاني) وزیراعظم عمران خان په سوشل میډیا (ټوېټر) نژدې د اته ورځو چوپتیا وروستو نن په ګلګت بلتستان کې د جېنکو د سکولونو سوځولو پېښه په خپل یو ټوېټ پیغام کې غندلې.

عمران خان لیکلي: ٫٫ په ګلګت بلتستان کې د جېنکو او هلکانو سکولونه سوځول یو بد، د خفګان ډک او د غندنې وړ پېښې دي. مونږ به سکولونه خوندي ساتو ځکه مونږ په نوي پاکستان کې د تعلیم په خاصه توګه د جینکو تعلیم ته د زیات پام ګرځولو اراده کړې ده.٬٬

عمران خان دغه ټوېټ په انګریزۍ او اردو دواړه ژبو کې کړی او په یو ساعت کې بیا په زرګونو خلکو د عمران خان دغه ټوېټ خوښ کړی او شېر یا د خپلو اکاونټونو نه خپور کړی.

د جولايي په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې د پارلیماني انتخاباتو وړاندې به د نورو ګوندونو د مشرانو په شمول عمران خان هم هره ورځ په ټوېټر خپل نظر شریکوو. د انتخاباتو د کمپاېن پر مهال به نوموړي د خپلو جلسو جلوسونو او د راغلو خلکو په اړه هم خپل نظر په ټوېټر شریکوو.

د نني ټوېټ وړاندې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اخېری ټوېټ په پاکستان کې د انتخاباتو په ورځ د بلوچستان په سرښار کوټه کې شوي ځانمرګي برید په اړه کړی وو. په هغه ټوېټ کې نوموړي دغه برید غندلی وو او په خلکو يې غږ کړی وو چې تندلارو ته د ماتې ورکولو لپاره دې په انتخاباتو کې په لویه کچه برخه واخلي.

د ۲۵مې جولايي وړاندې به نوموړي هره ورځ په ټوېټر خپل نظر شریکوو او په خلکو به يې غږ کوو چې د هغه ګوند (پي ټي ایي) له رایې ورکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټوېټر ۸.۱۸ مېلینه خوښونکي(فالورز) لري او د هغه لخوا شوي ټوېټونه ډیر په لږ وخت کې په زرګونو کسان خپروي (ري ټوېټ) کوي او خوښوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG