لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د انساني حقونو تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل وايي په هندوستان کې یې عملیات وځنډول


د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د اېمنسټي انټرنېشنل د بېنک اکاونټ په اړه دغه ګام په داسې حال کې اخیستی چې ناقدین د وزیراعظم نرندره مودي په حکومت تنقید د چقوولو الزام لګوي

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل ویلي په هندوستان کې یې عملیات ځنډولي ځکه چې د هندوستان حکومت د ادارې بېنک اکاونټونه منجمد کړي دي. اېمنسټي د هندوستان دغه ګام سیاسي انتقام بللی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل بیان کې اېمنسټي انټرنېشنل وویل په هندوستان کې خپله عمله یې د کار نه وېستلي ده او د څیړنې کار یې ودرولی دی. ادارې وویل د مالي درغلۍ الزام د لګول کېدو وروسته یې بېنک اکاونټ منجمد کړی شوی دی.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل د هندوستان د ټولو قوانینو پابندي یې کړې او په ادارې لګول شوي الزامات بې بنیاده دي.

د وي او د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د هندوستان حکومت په دې اړه لا خپل دریځ نه دی څرګند کړی خو مخکې یې ويلي وو چې ادارې بهر نه مالي مرسته ترلاسه کوولو په اړه د هندوستان د قوانینو خلاف ورزي کړې ده او تحقیقات یې کیږي.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل ځکه په هدف شوي ده چې په هندوستان کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو د احتساب غوښتنه یې کوله.

په هندوستان کې د اېمنسټي انټرنېشنل مشر اویناش کمار وویل د تېرو دوو کلونو راهسې د ادارې په ضد اقدامات کېدل او د بېنک اکاونټونو مکمل منجمد کېدل څه حادثاتي خبره نه ده.

د وي او ای رپورټ وايي اېمنسټي انټرنېشنل په خپلو دوو ورستي رپورټونو کې ویلي وو چې د فېبرورۍ په میاشت کې په دلي کې د هندوانو او مسلمانانو په اړي ګړي کې پولیس د انساني حقونو خلاف ورزي کړې ده.

ادارې د هغه سیاست والو، فعالانو او خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړي چې د اګست په میاشت کې کشمیر د خپلواکه حېثیت ختمېدو نه پس د ادارې ترمخه د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې نیول شوي دي.

په کال ۲۰۱۸ کې هم هندوستان د اېمنسټي انټرنېشنل بېنک اکاونټونه منجمد کړي وو. دغه اکاونټونه وروسته د عدالت په امر ازاد کړی شول. یو کال وروسته هم د مامورینو د اېمنسټي انټرنېشنل په دفتر چاپه وکړه. په کال ۲۰۱۶ کې په ادارې د غدارۍ الزام لګول شوی و خو عدالت دغه الزام رد کړو.

اویناش کمار وویل د داسې ادارې خلاف ګام پورته کول چې د ناانصافۍ په ضد د غږ پورته کوولو نه علاوه یې بل کار نه دی کړی د اختلاف غږ منجمد کوول دي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د اېمنسټي انټرنېشنل د بېنک اکاونټ په اړه دغه ګام په داسې حال کې اخیستی چې ناقدین د وزیراعظم نرندره مودي په حکومت تنقید د چقوولو الزام لګوي.

په پارلېمڼت کې د حزب اختلاف یو غړي ششي ترور وویل هندوستان نه د اېمنسټي انټرنېشنل وتل به د یو ازاد جمهوري ملک په حېث د هندوستان نوم نه نقصان ورسوي.

د وي او ای رپورټ وايي په هندوستان کې د اېمنسټي په رنګ تنظیمونو باندې شک څه نوي خبره نه ده.

په ۲۰۰۹ کې د هغه وخت د هندوستان حکومت د اېمنسټي انټرنېشنل فعالیتونه په عارضي ډول په دې خبره ځنډولي وو چې بهر نه د مالي مرستو ترلاسه کوولو دپاره د ادارې اجازت نامه رد کړی شوي ده.

د وي او ای رپورټ وايي په ورستیو ورځو کې د وزیراعظم نرندره مودي حکومت یو قانون منظور کړی چې داسې ډول ادارو ته د بهر نه ورکړی شویو پېسو په استعمال ځینې حدونه ټاکل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG