لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان کې دوه میلینه خلک بهرنیان وګرځول شول


د هندوستان په شمال ختیز آسام ریاست کې خواوشا ۲۰ لکه (دوه ملینه خلک د هندوستان شهریت یا تابېعت نه لرلو د ویرې سره پداسې حال مخامخ شوي چې یاد ریاست د بهرنه دغلته راغلو خلکو د ویستلو لپاره د شهریت یو فهرست خپور کړی.

د آسام حکومت ترمخه د شهریت قامي رجسټر کې ټول ۳۱.۱ ملینه خلکو نومونه شامل کړی شوي خو ۱.۹ ملینه خلک نااهله ګرځول شوي چې پکې زیاتره مسلمانان دي.

د آسام حکومت څلور کاله وړاندې په خپل ریاست کې د ۳۳ ملینه خلکو نه د سرکاري ثبوتونو غوښتنه کړې وه چې دوي یا د دوي پلار نیکونه د کال ۱۹۷۱ نه وړاندې په هندوستان کې وسیدلي وي.

د وزیراعظم نریندرا مودي هندو قام پرست ګوند بهارتیه جنته پارټي د دغه لانجمن ګام مرسته کوي چې د هندوستان په دغه وروستو پاتې او غریب ریاست کې یې په ملینونو خلک د پنځه لسیزو پورې د خپل هندي تابعیت ښودلو لپاره سرکاري دستاویزونو وړاندې کولو د مشکل سره مخ کړي.

په هندوستان د برطانیې په واکمنۍ کې او د بنګله دیش د ازادۍ په وخت آسام ریاست ته په ملینونو خلکو کډې کړې وې. ناقدینو د آسام حکومت ددغه ګام غندنه کړې او تور يې لګولی د دغه ګام مقصد د بنګله دیش نه راغلي مسلمانان هدف کول دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د دغه دوه ميلینه خلکو راتلونکی به څه وي څوک چې اوس د اسام تابېعت نه لري.خو د دغه ایالت اعلا وزیر سرباناندا د جمعې به ورځ په یو ویډیو پېغام کې ویلي چې تر څو د دغه کسانو قضیې د خارجیانو لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالتونو کې د خواست نه وروسته نه وي اوریدل شوي تر هغې به هیچا ته هم د بهرني یا خارجي په نظر نه ګوري.

دغه ټولو خلکو له د دریو میاشتو وخت ورکړل شوی چې د قانوني مرستې ترلاسه کولو لپاره د دغه فیصلې پرضد عدالت ته خواست وکړي. حکومت د دغه خلکو د قضیو اوریدلو لپاره د ځانګړي عدالتونو شمیره د ۲۰۰ نه ۱۰۰۰ ته رسولو فیصله کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG