لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشياء کپ:هند پاکستان ته په پينځه وکټو ماتې ورکړه


Pakistan's fielders congratulate Shahid Afridi as he dismissed Australia's Glenn Maxwell successfully during their match of the ICC Twenty20 World Cup at the Sher-E-Bangla National Cricket Stadium in Dhaka March 23, 2014. REUTERS/Andrew Biraj (BANGLADESH
Pakistan's fielders congratulate Shahid Afridi as he dismissed Australia's Glenn Maxwell successfully during their match of the ICC Twenty20 World Cup at the Sher-E-Bangla National Cricket Stadium in Dhaka March 23, 2014. REUTERS/Andrew Biraj (BANGLADESH

په بنګله دېش کې روان اېشیاکپ ټي ټونټي لوبه کې هند نن پاکستان ته په خپل لومړۍ لوبه کې په پينځه وکټو ماتې ورکړه. دايشياء کپ ټي ټوئنټي کېدهند خلافيو مهم ميچ کې دپاکستان ټول ټيم په ٨٣ رنز اؤټ شوى اؤ هند ته دميچ ګټلو لپاره د٨٤ رنز اسان هدف ترلاسه شوى دى.

د ډهاکې په شيربنګلا سټيډيم کې روان ميچ کې هند دټاس ګټلو وروستو پاکستان ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړې خو دپاکستان بيټسمينان دهندي بالرانو په وړاندې کلک ونۀ دريدى شولاؤ پرله پسېوکټې يې پريوتې اؤ په 17.3 اورونو کې دپاکستان ټول ټيم په ٨٣ رنز اؤټ شو.

دپاکستان لخوا محمد حفيظ څلور، شرجيل خان اووه، خرم شهزاد ١٠، شعيب ملک څلور، عمر اکمل درې، سرفراز احمد ٢٥، شاهد افريدي دوه، وهاب رياض څلور، محمد سميع اتۀ اؤ محمد عامر يو رنز جوړ کړى. دهند لخوا ايچ ايچ پانډيه درې، ار اى جديجه دوه، اى نهرا، جى جى بومراهاؤيوراج سنګـ يو ،يو وکټ ترلاسه کړې ده.

دپاکستان د بېټنګ وروستو د هندوستان د لوبې شورو خه نه وه او په اتو رنزونو د هندوستان درې لوبغاړي اوټ شوی. خو ددغې وروستو ویرات کوهلي او یوراج سنګ خه لوبه اوکړه او میچ ګټل ېې ډیر اسان کړل. د هندوستان لخوا ویرات کوهلي ۴۹ رنزونه جوړ کړل او یوراج سنګ په ۱۴ زنزونو ناټ اوټ پاتې شو. د پاکستان لخو محمد عامر غوره بالنګ کړی او په څلورو اورونو کې ېې د هندوستان درې لوبغاړي اوټ کړل. دپاکستان لخوا محمد سمیع دوه هندي لوبغاړي اوټ کړل. هندوستان د لوبې په ۱۵م اوور کې لوبه اوګټله.

دپاکستاني ټيم کپتان شاهد افريدي يوه ورځ دمخه خپل يو بيان کې وئيلي وؤ دروايتي رقيب هيواد هند په ضد به دقومي ټيم دکاميابۍ انحصار په باؤلنګ اتيک وي اؤ دغوره دهندي بيټسمينانو درنز دمخې نيولو ذمه واري به پۀ بالرانو وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG