د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه به د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر د مرکزي حکومت د واک لاندې په دوو برخو کې ووېشل شي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د دې گام دلارې هندوستان په سیمه خپل واک اختیار نور هم مضبوطول غواړي.
د هندوستان پارلېمنټ د اگست په میاشت کې د یو ائيني ترمیم دلارې د هندوستان د انِتظام لاندې کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو.
پاکستان او په هندي کشمیر کې اوسېدونکو کشمیریانو د هندوستان د اقدام مخالفت کړی دی.
د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د حکومت د کشمیر د خصوصي حېثیت د ختمولو وروسته به کشمیر په دوو برخو کې تقسیم شي. یوه برخه به جمو او کشمیر او بله به لداخ وي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به جي سي مرمو د جمو او کشمیر د نایب گورنر په حېيث د خپلې چوکۍ سوگند پورته کړي.
رادها کرشنا ماتور به د لخدا لېفټیننټ گورنرې په توگه سوگند پورته کوي.
جمو او کشمیر د مسلمانانو د اکثریت سیمه ده او په لداخ کې د بدمت مذهب منونکي په اکثریت کې دي. په لداخ کې چین هم د هندوستان سره سرحدي شخړه لري او د لداخ په ځینو برخو د ملکیت دعوه کوي.
د کشمیر د حېثیت بدولو په موقع هندوستان د زرگونو په شمیره کې امنیتي ځواکونه کشمیر ته ولیږل او په سیمه کې یې د انټرنیټ او موبایل په ډول مواصلاتي نظام وځنډولو. که څه هم مواصلاِتي نظام تر ډیر حد پورې بحال کړی دی خو امنیتي گامونه لا پرځای دي.
رپورټونه وايي په سکولونو، کالجونو، بازارونو او رېسټورانټونو کې د خلکو گڼه گوڼه کمه وي او د سلگونو په شمیره کې د کشمیریانو د حقونو فعالان په زندانونو کې بند دي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ پنځه کسان په کشمیر کې ووژل شو. د چارواکو په وینا وژل شوي کسان د بهر نه کشمیر ته ورغلي وو او مامورینو وویل ممکنه ده چې د دوی وژنه د یو داسې مهم برخه وي چې کشمیر ته د بهر نه د خلکو د ورتگ مخه وینسي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د کشمیر د حېثیت د بدلېدو وروسته د یورپي یونین یا یورپي اتحاد د قانون سازانو ٢٣ کسیزه پلاوي په لومړي ځل د سیمې دوره وکړه.
هندي وزیراعظم نرندره مودي د یورپین یونین د پلاوي هرکلی وکړو او ویې ویل چې کشمیر ته د دوی سفر به ورته د حالاتو واضحه تصویر ورکړي.
خو د هندي کشمیر ځینې اوسیدونکو د امنیتي ځواکونو په بدرگه کې د یورپي یونین د پلاوي د سفر مخالفت وکړو.
د سري نگر یو اوسیدونکي رویټرز خبري ادارې ته وویل د هندوستان حکومت د یورپي قانون سازانو نه ناپوهان جوړوي او که چېرې دوی د حقیقي صورتحال نه ځان خبرول غواړی نو د عامو خلکو سره دې خبرې وکړي. الطاف احمد رویټرز ته وویل مونږ دوی ته وېل غواړو چې د هندوستان حکومت مونږ د ټوپک په زور نیولي یوو.
رویټرز په خپل رپورټ کې وویل د ملگرو ملتونو د انساني حقونو کمشنر د هندوستان په حکومت غږ کړی چې د کشمیر د اوسېدونکو ځنډول شوي حقونه دي بحال کړی شي.