لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند ټاکنې بهارتي جنتا پارټۍ (بي جی پي) گټلي دي


ي جی پي د وزيراعظمۍ د څوکۍ دپاره نريندر مودي نومولی دی ، او د ټاکنو د نتيجو نه مالوميږي چې هم نريندرمودي به د هند نوی وزيراعظم وي .
ي جی پي د وزيراعظمۍ د څوکۍ دپاره نريندر مودي نومولی دی ، او د ټاکنو د نتيجو نه مالوميږي چې هم نريندرمودي به د هند نوی وزيراعظم وي .
د نړۍ تر ټولو لويه جمهوريه هند کې د ترسره ټولټاکنو په لمړو غير ختمي نتيجو کې بهارتي جنتا پارټۍ (بي جی پي ) تر ټولو زياتې څوکۍ گټلي ، او د هندي پارليمان لوک سبها په ټولو ۵۴۳ سيټونو کې يې ۲۷۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د پاکستان وزيراعظم د بي جی پي پارټۍ ته په ټاکنو کې په برياليتوب مبارکي وئيلي ده .
د راپورونو ترمخه تراوسه پورې په غير سرکاري نتيجو کې بي جی پي او د دغې پارټۍ اتحادي ډلو تر ټولو زياتې څوکۍ گټلي ، چې شمېره يې ۳۲۵ ده . او د هند واکمنه گوند کانگرس ډلې خپله ماتې منلې ده .
بي جی پي د وزيراعظمۍ د څوکۍ دپاره نريندر مودي نومولی دی ، او د ټاکنو د نتيجو نه مالوميږي چې هم نريندرمودي به د هند نوی وزيراعظم وي .
د هند په ايوان کې د حکومت جوړلو دپاره ۲۷۲ څوکۍ گټل پکار دي ، او تراوسه پورې د مخې ته راغلو غير ختمي نتيجو ترمخه بي جی پي يواځې ۲۷۳ سيټونه ترلاسه کړي دي .
د هند حکومتي واکمنه گوند په مشرۍ يونائټيډ پروگريسيو الائنس يواځې ۶۷ سيټونه په لاس راغلي دي ، او د کانگرس پارټۍ وياند مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې اولس يې په ضد رائې کارولې . او پارټي يې مني چې د اپوزيشن په سيټونو به کښېني ، دغه پارټي د تيرو لسو کالو په هند حکومت اوکړو .
هند کې د اپريل په اوومه نيټه پيل شوې ټولټاکنې په نهه پړاؤنو کې په ۱۲ مئ سرته رسېدلې وي ، او نن د رائو شمېرنه کيږي . راپورونه وايي هم نن به د ټاکنو ختمي نتيجې اعلان شي .
د هند د اليکشن کميشن ترمخه په لمړي ځل ټاکنو کې تر ټولو زياتې ۶۶.۳۸ رائې کارول شوي ، او د ۱۹۸۴م د هغه وخت د وزيراعظم اندراگاندهي د وژنې وروستو د کيدونکو ټاکنو ريکارډ يې مات کړی ، چې په هغه وخت ۶۴ فيصده ټاکنې ريکارډ شوې وې .
د هندي اليکشن کميشن په وينا ټولټاکنو کې ۵۵ کروړه نه زياتو خلکو رائي کارولي دي .
هند کې د رجسټرډ ووټرانو ټوله شمېره ۸۱ کروړه ۴۵ لاکهه ۹۱ زره ۱۸۴ وئيل کيږي ، کومه چې د يورنين د هيوادونو د ټولو هيوادونو د ټولې ابادۍ نه زياته ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG