لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: په هندوستان کې د مسلمانانو ښځو په انلاین بڼه د ویرولو په لړ کې پولیس یو تن ګرفتار کړی


د رویټرز خبري ادارې ترمخه پولیس په اېپ د مسلمانانو ښځو تصویرانو خپرېدو په لړ کې د ګرفتارۍ تصدیق د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو
د رویټرز خبري ادارې ترمخه پولیس په اېپ د مسلمانانو ښځو تصویرانو خپرېدو په لړ کې د ګرفتارۍ تصدیق د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو

په هندوستان کې پولیس ویلي د هغه اېپ په اړه د تحقیقاتو په لړ کې یې یو تن نیولی دی چې د "نیلام" دپاره پرې د مسلمانانو مېرمنو تصویران لګول شوي وو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه پولیس په اېپ د مسلمانانو ښځو تصویرانو خپرېدو په لړ کې د ګرفتارۍ تصدیق د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

د خبري ادارې د رپورټ ترمخه په ورستیو ورځو کې ګڼ شمېر مسلمانو ښځو په سوشل مېډیا ویلي چې تصویران یې د دوی د اجازت نه بغیر په "ګېټ هب" نومې پلېټ فارم شایع شوي دي.

په دغه فلېټ فارم د بلي بای په نوم اېپ جوړ کړی شوی و او رویټرز وايي دغه نوم د مسلمانانو ښځو دپاره د سپکاوي په توګه استعمالېږي.

رویټرز وايي عصمت ارا نومې خبریالا هم په دغه اېپ په هدف شوي وه او د اتوار، يکشنبې، په ورځ یې پولیس ته په خپل شکایت کې وویل چې په اېپ د هغې تصویر خپرېدل د هغې د ویرولو کوښښ و.

مېرمن ارا په خپل شکایت کې وویل ګېټ هب پر تشدد دی، د هغې په ذهن او په عمومي توګه د مسلمانانو په ټولنه کې ویره او شرم اچول غواړي. هغې پولیس ته خپل شکایت په سوشل میډیا هم خپور کړی و.

په ممبۍ کې پولیس وویل د سایبر کرایم يا په انټرنېټ د جرمونو د پولیس څانګې 21 کلن تن ګرفتار کړی او په دې لړ کې یې په اتراکنډ ریاست کې یوه ښځه هم حراست کې اخېستې ده. پولیس وویل دواړه، دغه ګرفتار شوی 21 کلن سړی او د اتراکنډ ریاست ښځه، یو بل پېژني.

د هندوستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر اېشویني وېشناو د خالي، شنبې، په ورځ وویل ګېټ هب د اېب کاروونکی بلاک کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG