لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغان مېرمنو د طالبانو په ورستيو بندیزونو د نړیوالې ټولنې تشویش دوام لري


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د امنیتي شورا د غونډې نه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ناروی استازي ترین هېمربېک خبریالانو ته وویل په ځای د دې چې طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري بحران حل کړي د طالبانو د تګلارې توجه د افغان مېرمنو او جینکو په زورولو ده

د متحده قومونو امنیتي شورا د افغان مېرمنو په ضد د طالبانو په ورستیو بندیزونو غونډه کړې او د نړۍ د اووه صنتعي ملکونو تنظیم جي سېون په افغان مېرمنو د طالبانو د زیاتېدوونکو بندیزون غندنه وکړه او ویې وېل چې طالبان ځان په نړیواله کچه د تنهايي په لوري بیايي.

"مونږ په طالبانو غږ کوو چې په ښځو او جینکو د بندیزونو لېرې کولو دپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي، " د کېنېډې، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برطانيي او د امریکې خارجه وزیرانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مشترکه بیان کې وویل. دا خبر ای اېف پي خبري ادارې رپورټ کړی.

هم د زیارت، پنجشنبې، د متحده قومونو امنیتي شورا په خپله غونډه کې د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو په اقداماتو غور وکړو.

د تړل شویو دروازو په شا د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا په غونډه کې د ناوری د یو قرارداد په مسوده هم غور وشو. مجوزه قرارداد د طالبانو نه غوښتنه کوي چې په مېرمنو د حجاب بندیز او د محرم نه بغیر مېرمنو د کور نه په وتلو پابندي دې ختمه کړي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د امنیتي شورا د غونډې نه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ناروی استازي ترین هېمربېک خبریالانو ته وویل په ځای د دې چې طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري بحران حل کړي د طالبانو د تګلارې توجه د افغان مېرمنو او جینکو په زورولو ده.

د جي سېون خارجه وزیرانو وویل په افغان مېرمنو د زیاتېدوونکو بندیزونو غندنه کوي او د افغانستان د ابادۍ نیمايي برخه په مساوي او په بامنعي ډول په سماجي ژوند کې د برخه اخیستلو نه ودروي.

د جي سېون خارجه وزیرانو وویل په ښځو او جینکو د بندیزونو دلارې طالبان ځانونه د نړیوالې ټولنې نه نور هم لېرې کوي.

تېر کال د اګست په 15 نېټه په افغانستان د واکمنېدو نه پس یو ملک هم طالبان په رسمیت د حکومت په څېر نه دي پېژندلي. نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان وايي طالبان د خپلو هغو لوظونه نه پشا کېږي چې د افغانانو د بنیادي حقونو د تحفظ په اړه یې کول.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د می په اتمه نېټه د مېرمنو په اړه خپله ورستۍ فېصله کې طالبانو امر کړو چې مېرمنې دې برقعې نه بغیر د کوره نه وځي او که چېرې د دې فېصلې پابندي نه کوي نو د کورنۍ سړو به یې سزا ورکول کېږي. په امر کې دا هم وېل شوي چې مېرمنو د ضرورت نه بغیر نه کور نه وځي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر په یو ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – په ټوېټر خپور شوی، وضاحت ورکړی چې د دوی په حکمنامه کې چادري او برقع صرف د حجاب د مثالونو په حیث ذکر شوي، خو مهمه نده چې هرو مرو دې ښځې برقعې یا چادرۍ په سر کړي.

عاکف مهاجر په خپلو خبرو کې وایي: "چادري او برقع هم حجاب دی، او همدا راز دا تور رنګه اسلامي حجاب چې د سیمې په اسلامي هېوادونو کې ترې کار اخېستل کیږي د حجاب دپاره او عربي حجاب بلل کیږي – رنګ یې مهم نده چې که تور رنګ وي او که بل رنګ وي."

افغان مېرمنو د طالبانو د برقعې د شرط خلاف مظاهرې کړې دي.

په متحده قومونو کې د ناروی استازي وویل د افغانستان اقتصادي او بشري حل کولو په ځای طالبانو د مېرمنو زورولو ته دوام ورکړی دی.

په اقوام متحده کې برطانيي استازي باربرا وډورډ وویل د طالبانو دا خواهش چې مېرمنو د ټولنیز ژوند نه لېرې کړي "غلط" او "زوروونکی" دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG