لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا د فراه ښار د جگړې ترشا د ایران لاس و؟


د فراه ښار اوسېدونکې له جگړې وروسته د پوځ یو ویجاړ شوي گاډي ته گوري
د فراه ښار اوسېدونکې له جگړې وروسته د پوځ یو ویجاړ شوي گاډي ته گوري

په دې وروستیو کې، د افغانستان د لویدیځ ولایت، فراه په مرکز، فراه ښار کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې وسله والې نښتې وشوې. افغان چارواکي په فراه ښار کې د نارامیو پړه، پر ایران اچوي.

د فراه ولایت د پولیسو مشر، جنرال فضل احمد شیرزاد، د شوروـ چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران په فراه کې د طالبانو ملاتړ کوي. جنرال شیرزاد وویل: «ایران په نیغه توگه په فراه کې طالبانو ته پیسې او وسلې برابروي، او د دې ولایت په وروستیو نارامیو کې لاس لري.»

د فراه د پولیسو مشر دا هم وویل چې هغه ولایت د ایران لپاره ډیر زیات ارزښت لري، او ایران د هغه ځای په نا آرامیو کې خپله گټه ویني.

بل پلو د افغان سرحدي پولیسو یو پخوانی مشر، جنرال گل نبي احمدزی، هم امریکا غږ ته وویل چې له طالبانو څخه د ایران ملاتړ، کومه پټه خبره نه ده. جنرال احمدزي زیاته کړله: «ایران نیغه په نیغه ښکېل دی، او د سپاه پاسداران پوځي مشران یې په فراه کې د جگړې مشري کوي.»

د افغان پوله ساتو ځواکونو دغه پخواني مشر همدا دعوه وکړه چې په سیمه کې روس، پاکستان، او ایران درې واړو لاس یو کړی او د افغانستان په نا آرامیو کې خپله گټه لټوي، ځکه هغوی په افغانستان کې د امریکې شتون نه شي زغملی.

خو ایران، روس، او پاکستان درې واړه دا تورونه بېځایه بولي چې گنې دوی د افغانستان د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

د فراه ولایت د افغانستان په لویدیځې برخې کې پروت دی او له ایران سره گډه پوله لري
د فراه ولایت د افغانستان په لویدیځې برخې کې پروت دی او له ایران سره گډه پوله لري

وچکالي او د اوبو نشتون

ځیني کارپوهان دا دعوه لري چې گني ایران په دې وجهې د طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د پرمختگ د پروژو مخه ونیسي، لکه د اوبو د بندونو جوړونې پروژې چې که بشپړې شي، نو له افغانستانه ایران ته به د اوبو بهیر راکم کړي.

په واشنگټن کې مېشت یو افغان کارپوه، خلیل پارسا، امریکا غږ ته وویل: «ایران د اوبو د هغو بندونو په هکله چې په افغانستان کې ودانیږي، سخت اندیښمن دی. د ایران گټه، د افغانستان په بې امنۍ کې ده.»

داسې ویل کیږي چې د ایران ختیځې برخې چې د افغانستان له لویدیځو برخو سره گډه پوله لري، په وروستیو کې له سختو وچکالیو سره لاس او گریوان دي، او بل دا چې لسگونه کلي هلته د اوبو د نشتوالي له کبله، خالي شوي او اوسېدونکي یې نورو برخو ته کوچېدلي دي.

ایران د افغانستان په هرات، فراه، او نیمروز ولایتونو کې چې ورسره گډه پوله لري، د اوبو د بندونو د جوړېدو په باب، خپله اندیښنه ښودلې ده.

د ایران صدر، حسن روحاني، تېر کال یو سیمه ییز کنفرانس ته وویل: «موږ د داسې څه په مقابل کې چې زموږ چاپیریال ته زیان رسوي، نشو کولای بې تفاوته پاته شو. په افغانستان کې د گڼ شمېر بندونو جوړېدلو ـ لکه د کجکي بند، د کمال خان بند، د سلما بند، او په شمال او سوېل کې نورو بندونو ـ زموږ د خراسان او د سیستان او بلوچستان ولایتونه اغېزمن کړي دي.»

د روانې میاشتې په پیل کې، د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف خبرداری ورکړ چې که افغانستان د اوبو په برخه کې د ایران حق غوښتنه ونه مني، نو ایران به هم د افغانستان په مقابل کې گامونه پورته کړي. هغه دا واضحه نه کړله چې د ایران متقابل گامونه به څه وي؟

د ایران د ایسنا خبري آژانس د رپورټ له مخې، جواد ظریف وویل: «اوس مهال موږ ته یوازې یوه لاره پاته ده، او هغه مقابل عمل دی، په دې معنا چې موږ به په ځینو برخو کې پر افغانستان باندې سخته ونیسو.»

د ایران د ونډې په باب شک او تردید

که څه هم افغان حکومت د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه اندیښنه ښودلې ده، خو په فراه کې د وروستیو جگړو تر شا یې د ایران پر ممکنه ونډه څه رسمي تبصره نه ده کړې.

په امریکې کې د افغانستان او ایران د چارو یوه شنونکې، فاطمه امان بیا د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په ټینگېدو کې د اوبو مسئله دومره مهمه نه گڼي او وایي چې ایران د اوبو د بندونو د ودانېدو مخنيوي لپاره به له افغان یاغیانو سره مرسته ونه کړي.

فاطمه امان وویل: «فکر نه کوم چې ایرانیان دې په داسې وخت کې داسې یو له عقله لېري او بې منطقه کار وکړي چې د هر کله په پرتله، اوس نړېوالو ملگرو ته ډیره اړتیا لري. د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې ژورې دي، او د زیاتو ښو او بدو سره سره، دواړه هېوادونه بریالي شوي چې خپلې اړیکې نږدې وساتي.»

د پنټاگان ویانده، ډېنا وایټ
د پنټاگان ویانده، ډېنا وایټ

د امریکې د دفاع وزارت ویاندې، ډېنا وایټ، د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ وویل چې د فراه په وروستیو پیښو کې د ایران لاس لرل، نشي ردیدلای. هغې زیاته کړه: «فکر نه کوم چې هیڅ کله هم وکړای شئ انکار وکړئ چې په دې ټوله سیمه کې ایران څومره ډیره لاسوهنه کوي. ایران، په ټوله منځني ختیځ کې، د بې ثباتۍ ترټولو ستر عامل دی.»

په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ د ناټو د پوځي ماموریت مشر، جنرال جان نېکلسن هم تېر کال ویلي و چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې شته، او په ځانگړې توگه داسې رپورټونه یې ترلاسه کړي و چې په فراه ولایت کې وسله وال طالبان، د ایران له مرستې برخمن دي.

لیکوال: محمد هاشم حبیب زاده

ژباړن: احمد ف‏ؤاد لامع

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG