د ایران نوی منتخب صدر ابراهیم رئیسي چې سخت دریځه ګڼل کیږي، د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې هغه به د تهران د بالسټیکي میزایلو پروګرام او یا په سیمه کې د لاسپوڅو ملېشه ځواکونو د ملاتړ محدودولو په سر ګفتګو ونه کړي.
د دې نه علاوه، رئیسي په سرښار تهران کې خبریالانو ته وویل چې هغه به د امریکې د صدر جو بایډن سره ملاقات ونه کړي. د یادونې وړ ده چې د بایډن انتظامیه غواړي امریکا بېرته د ایران ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې کې شامله کړي.
د رئیسي د خبرو وروسته، وایټ هاوس د بایډن او رئیسي ترمنځ د کوم ملاقات نه کېدلو په وجه فکرمندۍ رد کړې. د صدر بایډن ویاندې، جېن ساکي خبریالانو ته وویل: «مونږ اوس مهال د ایران سره کوم سفارتکاري تعلقات نه لرو او نه کوم پلان لرو چې د ایران سره دې د مشرانو په کچه ملاقات ترسره شي، نو واضحه نده چې په دې برخه کې څه تغییر راغلی دی.»
مېرمن ساکي وویل بایډن اوس هم په دې خیال دی چې د ایران لوی مشر، آیت الله علی خامنه یي دی او د جوهري لوظنامې په اړه به هم خامنه یي فیصله کوي.
ابراهیم رئیسي تېره هفته د ایران په صدارتي انتخاباتو کې کامیاب اعلان شو او د هغه نه پس، پخپل اولني پرېس کنفرنس کې کله چې ترې د ۱۹۸۸ کال په ډله ییزو اعدامونو کې د هغه د لاس لرلو په اړه وپوښتل شول، نو رئیسي ځان «د بشري حقونو مدافع» وباله. د هغې پېښې په ارتباط امریکا په ابراهیم رئیسي پابندۍ لګولې وې چې د درېیو لسیزو په تېرېدو، اوس هم هغه پابندۍ ورباندې لګېدلي پاته دي. رئیسي به شپږ هفتې پس د ایران د نوي صدر په توګه سوګند پورته کوي.
په ۱۹۸۸ کال کې ایران کې شاوخوا پنځه زره (۵۰۰۰) کسان اعدام شول او داسې ویل کیږي چې هغه وخت ابراهیم رئیسي په دغو اعدامونو کې لاس درلود، ځکه په هغو کمېشنونو کې شامل و چې د مرګ کمېشینونه بلل کېدل او د زرګونو سیاسي قیدیانو او نورو مخالفینو د وژلو حکم یې ورکاوه.
ابراهیم رئیسي خبریالانو ته وویل: «زه په دې افتخار کوم چې د یو سرکاري وکیل په توګه چې هرچېرته وم، د بشري حقونو، د خلکو د امنیت او راحتۍ مدافع پاته شوی یم. هر کارونه چي ما د خپلې دندې پر مهال ترسره کړي دي، همیشه د بشري حقونو د دفاع په لاره کې و.»
بل اړخ ته د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي وایي چې د رئیسي نه به اول د هغو بشري حقونو خلاف ورزیو په اړه بازخواست کیږي چې د دې تر نظر لاندې شوي دي. او د هغه نه وړاندې، «مونږ د ایران له حکومته – که یې هرڅوک واک اختیار ولري – په کلکه غواړو چې سیاسي قیدیان خوشې کړي، بشري حقونو ته دې درناوی، او ټولو ایرانیانو دپاره دې بنیادي آزادۍ زیاتې کړي.»