لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان د طالبانو مرسته کوي


افغان صدر حامد کرزۍ او د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر کابل کې لیده کاته کوي
افغان صدر حامد کرزۍ او د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر کابل کې لیده کاته کوي

افغانستان کې میشته د نړي والو ځواکونو ائتلاف آئیساف یو افشا شوې رپوټ کې په پاکستان الزام لگولی دی چې د طالبانو په خفیه توگه مرسته کوي.

د آئیساف دغه خفیه رپورټ د برطانيي ټائمز ورځپاڼې او بې بې سي لیدلی دی چې پکې وویل شوې د پاکستان استخباراتي اداره آئي ایس آئي د افغان طالبانو مرسته کوي او یاغیان دا یقین لري چې په کال ٢٠١۴ کې افغانستان نه د نیټو ځواکونو د بیرته تگ ورستو د هغوي گټه یقیني.

د آئیساف دغه خفیه دستاویز د ۴٠٠٠ نیول شوو طالبانو او د القاعده غړو د اختنو پوښتنو په بنیاد تیار کړی شوی دی.

د پاکستان د خارجه دفتر چارواکو طالبانو سره د آئي ایس آئي د مرستې رپورټو ردکړې دي او وئیلي دي چې اسلام آباد افغانستان کې د لاس نه وهلو په تگ لاره ولاړ دی او د نوروهیوادونو نه هم طمعه لري چې په دغه اصول دې په کلکه اوردیږي.

د نیټو په مشرۍ کې د نړي وال پوځي ائتلاف ترجمان د رپورټ د موجودگۍ تصدیق کړی دی خو وئیلي رپورټ په جنگ کې د پرمختگ تجزیه نه ده.

طالبانو سره د پاکستاني استخباراتي ادارې د مرستې رپورټونه په داسې وخت راښکار شوې دي چې د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر د افغان صدر حامد کرزي سره د خبرو اترو د پاره کابل ته رسیدلې ده. د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني په یوه ځانمرگي حمله کې د وژل کیدو ورستو د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې تاوتریخوالی موجود دی. افغان چارواکو وئیلي وو په ښاغلې رباني حمله په پاکستان کې میشته وسله والو کړې ده خو پاکستان دا خبره ردوي.

د حنا رباني کهر د دورې نه څو ورځې وړاندې د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان وئیلي وو دا د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې نوی پړاؤ دی.

ویل کیږي چې دواړه هیوادونه طالبانو سره په سعودي عرب د خبرو اترو په موضوع هم په شریکه کار کوي. دا کوششونه د هاغه مزاکراتو نه جدا دي چې د طالبانو او امریکا په منځ کې په قطر کې د پیل کیدو رپورټونه يي راغلې دي.

طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی او د صدر حامدکرزي حکومت يي د گډاگۍ ادارې په نوم یاد کړی دی. او د شورو په ورځ طالبانو اعلان کړی دی چې د افغان حکومت سره په سعودي عرب کې د امن د خبرو اترو هیڅ اراده نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG