لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : ممتاز قادري د ترهگرۍ دمخنيوي محکمې ته وړاندې کړل شوى


اسلام اباد : ممتاز قادري د ترهگرۍ دمخنيوي محکمې ته وړاندې کړل شوى
اسلام اباد : ممتاز قادري د ترهگرۍ دمخنيوي محکمې ته وړاندې کړل شوى

د پاکستان د پنجاب ايالت دگورنر سلمان تاثير وژونکى ممتاز حسين قادري دزيارت په ورځ دترهگرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې ته وړاندې کړل شوى دى.
هغه په زغره بند گاډي کې محکمې ته ورسول شو او په دغه مهال دامنيت سخت گامونه اخستل شوي وؤ.
دپاکستان دسرکاري ټي وي له مخې داسلام اباد دچيف کمشنر په امر دسلمان تاثير په قتل کې ککړ ملزم دپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي دمحکمې پځايې په پلازمينه اسلام اباد کې محکمې ته وړاندې کړل شو.
له دې يوه ورځ وړاندې داسلام اباد يوې محکمې ممتاز قادري په يو ورځني ريمانډ پوليسو ته سپارلى ؤ او امر يې کړى ؤ چې هغه دې دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې ته وړاندې کړل شي.
دزيارت په ورځ چې کله ممتاز قادري محکمې ته مخ شو نو دغلته موجودو دهغه گڼ شمير پلويانو دالله اکبر غږونه پورته کړل او خواؤشا 300ؤ وکيلانو دمحکمې قاضي ته وويل هغوي دممتاز قادري دمقدمې پيروي کول غواړي.
بايد وويل شي يوه ورځ دمخه دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک خبريالانو ته وئيلي ؤ دگورنر سلمان تاثير په وژنه کې دککړ پوليس عسکر ممتاز حسين قادري سره دډيوټۍ ترسره کولو په وخت دپنجاب پوليسو دنورو عسکرو څخه هم تپوس پوښتنې روانې دي او معلومه به شي چې په دغه وژنه کې څوک څوک لاس لري.
دپوليسو او استخباراتي ادارو دلوړپوړو مشرانو يوه گډه څيړنيزه ډله داسلام اباد دپوليسو دمشر بني يامين په مشرۍ دگورنر تاثير دوژنې په پلټنو بوخته ده.
دغه ډلې دپنجاب دپوليسو دايليټ ځواک يا فورس ديو شمير عسکرو ترڅنگ دممتاز حسين قادري پلار او څلور وروڼه هم نيولي او دهغوي څخه دپيښې په حقله تپوس پوښتنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG