لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل: دفاع وزیر به د الجزیره ټېلې وېژن د مقامي دفتر د بندولو د فېصلې منظوري ورکوي


د جون ۲۰۱۷ په دې تصویر کې په یروشلم کې د الجزیره دفتر لیدل کېږي
د جون ۲۰۱۷ په دې تصویر کې په یروشلم کې د الجزیره دفتر لیدل کېږي

د اسرایل د مواصلاتو وزیر ویلي د الجزیره ټېلې وېژن بېیورو یا د مقامي دفتر د بندولو د فېصلې منظوري به د هېواد د دفاع وزیر ورکوي.

د ټایمز اف اسرایل اخبار ترمخه د مواصلاتو وزیر شلومو کرهي وویل د الجزیره ټېلې وېژن دفتر د بندولو مسله د دفاع وزیر ته لېږل شوې او د دې وروسته به دغه خواست منظورۍ دپاره سېکیورټي کابېنې ته لېږل کېږي.

کرهې د دې نه مخکې الجزیره د حماس د پراپېګنډې د الې په توګه یاد کړی و. د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې د 1400 نه زیات کسان وژل شوي او د 200 نه زیات کسان حماس یرغمال نیولي دي.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف هوايي او ځمکنۍ حملې شروع کړي دي چې له امله یې د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې په زرګونو کسان وژل شوي دي.

کرهي د اسرایلي پوځي رېډیو ته ویلي چې الجزیره اسرایلي عسکر د غزه نه حملو ته مخامخ کوي. هغه وویل الجزیره راپارول کوي، د غزه نه بهر ګمارل شویو عسکرو فلمونه جوړوي او دا د اسرایل خلاف خلک راپاروي.

اسرایلي حکومت د اکتوبر په مېنځنۍ موده کې بېړني قوانین منظور کړل چې ترمخه يې حکومت په عارضي ډول هغه غیر ملکي خبري ادارې بندولی شي چې قومي امنیت ته نقصان رسوي.

کرهي دي ټایمز اف اسرایل اخبار ته وویل احکامات تیار دي چې الجزیره د کېبل نه لري کړي، دفترونه یې وتړي، خبریالانو نه یې نشریاتي الات ضبط کړي، د پرېس حکومتي اجازت نامې یې بېرته واخیستل شي او اسرایلي کمپنۍ ورسته انټرنېټ بند کړي. "هر څه تیار دي."

د مطبوعاتو د ازادۍ ادارو د اسرایلي قوانینو او په ممکنه توګه د الجزیر د بندېدو غندنه کړې ده.

خبریالانو د تحفظ دپاره کارکونکې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس د منځني ختیځ د چارو څېړونکي شریف منصور د اکتوبر په 18 نېټه یو بیان کې وویل په دې اړه تشویش لري چې د اسرایل او حماس د جګړې خبرونو په سر میډیا د سېنسر کولو دپاره اسرایلي چارواکي قومي حوصلې ته د نقصان رسوولو "مبهم" الزامات لګوي.

منصورد اسرایل نه غوښتنه وکړه چې د الجزیره خبریالانو ته دې د کار اجازت ورکړي. هغه وویل واکداران، په خصوصي توګه د جنګ په وخت کې، د احتساب سره مخامخ کولو دپاره د ګڼو مطبوعاتو اوازونه ډیر ضروري وي.

د اېکسیوس خبري ادارې د تېرې هفتې د رپورټ ترمخه د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د قطر وزیراعظم نه غوښتنه کړې چې الجزیزه دې د جګړې په اړه خبرونه کم کړي. اېکسیوس وویل بلېنکن د الجزیره د انګریزۍ څانګې د خبرونو نه بلکې د عربۍ څانګې د خبرونو ذکر کولو.

د قطر حکومت الجزیره چلوي خو په اداریاتي توګه ازادي لري. د چېنل مرکزي دفتر په دوحه کې دی.
د وي او ای په رپورټ کې نه دي وويل شوي چې الجزیره د اسرایل د اقداماتو په اړه څه دریځ لري او یا یې د کرهي خبرو ته څه جواب وېلی ؟

د اېکسیوس د رپورټ په اړه د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه دفتر ترجمان مېتیو مېلر وویل د غیر رسمي سفارتي خبرو په اړه څه نه شي وېلی.

د حماس او اسرایل جنګ د شروع کېدو نه پس ګڼ شمېر خبریالان په خصوصي توګه په غزه کې وژل شوي دي.
اسرایل په حماس الزام لګوي چې وسله وال یې د ملکي خلکو ترمنځ پټېږي چې له امله يې په کره توګه په هدف کېدل مشکل وي.

د سي پي جی ترمخه، د شورو، چهارشنبې، د ورځ پورې د اسرایل او حماس په جګړه کې لږ تر لږه 33 خبریالان وژل شوي دي. د وژل شویو خبریالانو څخه 28 فلسطینیان، څلور اسرایلیان او یو د لبنان صحافي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ رېپورټرز ود اوټ بارډرز نومې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکې ادارې د جرمونو خلاف نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمېنل کورټ ته خواست کې وویل چې د اسرایل او حماس په جګړه کې د خبریالانو په ضد جنګي جرمونه شوي دي.

انټرنېشنل کرېمېنل کورټ ته شکایت کې د اتوو فلسطیني خبریالانو ذکر شوی چې په غزه د اسرایل په حملو کې وژل شوي او د یو اسرایلي خبریال خبره شوې چې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې خبر ورکولو په مهال وژل شوی دی.

د سي پي جې سېکرېټري جنرل کرېسټوف ډیلویر په یو بیان کې وویل د خبریالانو په ضد په خصوصي توګه په غزه کې جرمونو تکرارېږي او پکار ده چې اي سي سي په دې اړه په ترجېحي بنیاد تحقیقات وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG