اټلي چې په یورپ کې د بل هر هېواد نه زیات کرونا ځپلی دی او د وایرس تر ټولو زیات مرګونه پکې شوي دي د نهې، سه شنبې، په ورځ چارواکو وویل د کرونا په تازه کېسونو او مرګونو کې کمی ليدل کیږي.
چین او جنوبي کوریا هم د کرونا وایرس خلاف پرمختګ رپورټ کړی دی.
په جنوبي کوریا کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په لومړي ځل د ورځې د ۱۰۰ نه کم کېسونه رپورټ شوي ديږ
د ګل، دوشنبې، په ورځ په اټلي کې کرونا دلاسه د ۶۰۱ کسانو مرګونه رپورټ شوي وو. د خالي، شنبې، په ورځ دغه شمیره ۸۰۰ وه.
په اټلي کې تر اوسه ۶۰۰۰ د کرونا نه مړه شوي دي. د تېرو دوو هفتو راهسې په ټوله اټلي کې په حرکت پابندي ده.
جنوبي کوریا ته چین او اټلي نه پس دریم هېواد دی چې د کرونا تر ټولو زیات کېسونه پکې رپورټ شوي دي. د نهې، سه شنبې، په ورځ پکې ۷۶ نوي کېسونه رپورټ شول او د پرله پسې دریمه ورځ وه چې د ۱۰۰ کم کېسونه په هېواد کې رپورټ شول.
چین هم د کرونا د مخینوي خلاف پرمختګ رپورټ کړی دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ پکې یوازې څلور نوي کېسونه رپورت شول.
چارواکو په هوبی صوبه کې چې د کرونا وایرس د خورید مرکز ګڼل کېږي ویلي هغه خلک چې ته کرونا نه روغ شوي د صوبې نه بهر سفر کولی شي. خو د صوبي مرکزي شار ووهان نه به خلک د اپریل په میاشت کې بهر تللی شي. په هوبی کې د تېرو دوو میاشتو راهسې لاک ډاون دی، یعني په حرکت پابندي ده.
په امریکا کې د هېواد د ټولې ابادۍ دریمه برخه خلکو د ریاستونو د ګورنرانو په امر په کورونو کې د پاتې کېدو وویل شوي دي. او صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ یوه حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د کرونا خلاف حفاظتي الات ذخیره کول جرم وي.