لاس رسیدونکی لینک

 
د سعودي عرب په جده ښار کې په اوکراین کې د امن په اړه نړیواله غونډه کې به چین هم شرکت کوي
تازه خبر

د سعودي عرب په جده ښار کې په اوکراین کې د امن په اړه نړیواله غونډه کې به چین هم شرکت کوي


د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېسنکي د دې امید اظهار وکړو چې د جدې خبرې اترې به د سږ کال په اخیره په اوکراین کې د امن دپاره د نړیوالو سرمشریزې غونډې دپاره چوکاټ برابر کړي
د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېسنکي د دې امید اظهار وکړو چې د جدې خبرې اترې به د سږ کال په اخیره په اوکراین کې د امن دپاره د نړیوالو سرمشریزې غونډې دپاره چوکاټ برابر کړي

د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې تر ۴۰ پورې هېوادونه رایوځای کېږې چې په اوکراین کې د امن په لارو چارو غور وکړي او چین چې تراوسه یې په اوکراین د روس د یرغل غندنه نه ده کړې، په ناسته کې به شرکت کوي.

د چین خارجه وزارت د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل چې د یورېشیا سیمې دپاره چې په کې د روس په شمول د سیمې نور یو شمېر ملکونه شامل دي، د چین خصوصي استازی لي هويي به د جدې د غونډه کې ګډون کوي.

د چین د خارجه وزارت ترجمان (نې) په خپل بیان کې وویل چین رضا مند دی چې د نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اوکراین د مسلې سیاسي حل ته وده ورکولو کې مثتب کردار ادا کولو ته دوام ورکړي.

د جدې غونډه د جمعې په ورځ شروع کېږي. رسمي خبرې اترې به د خالي، شنبې، او د اتوار، یکشنبې، په ورځ کولی شی.

که څه هم د جدې په ناسته کې به تر ۴۰ پورې ملکونه نمایندګي لري خو تر ټولو لویه سفارتي ګټه په کې د چین شرکت ګڼل کېږي.

په اوکراین د روس د یرغل په مهال چین د روس سره نژدې اقتصادي او سفارتي تعلقات برقرار ساتلي او د نورې نړيوالې ټولنې د غوښتنو باوجود یې هم په اوکراین د روس د یرغل غندنه نه ده کړې.

د جون په میاشت کې چین په کوپنهېګن کې د اوکراین امن په موضوع نړیوالې غونډې ته بلل شوی و خو بيجېنګ په مجلس کې د شرکت نه ډډه وکړه.

اوکراین او اتحادیان یې امید کوي چې د جدې غونډه به په اوکراین کې د امن دپاره په نړیوال حمایت کې اضافه وکړي.

د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېسنکي د دې امید اظهار وکړو چې د جدې خبرې اترې به د سږ کال په اخیره په اوکراین کې د امن دپاره د نړیوالو سرمشریزې غونډې دپاره چوکاټ برابر کړي.

روس ویلي نه خو به د جدې او نه هم د سرمشرانو په غونډه کې شریکېږي.

د مغربي اتحادیانو نه علاوه اوکراین امید کوي چې د برازیل، هندوستان، ترکي او د جنوبي افریقې په شان ملکونو حمایت به هم ترلاسه کړی شي.

د نورو ملکونو حمایت ترلاسه کولو دپاره رپورټونه وايي د اوکراین تګلاره دا ده چې په دې خبره ټینګار وکړي چې د تور سمندرګي لارې اوکراین نه د غلي د برامداتو دپاره د متحده قومونو په منځګړیتوب شوي معاهدې نه روس د وتلو او د اوکراین په بندرونو د روس حملو د شروع کېدو روسته په نړیواله کچه د خوراکي شیانو قیمتونه زیات شوي دي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د متحده قومونو د غړو ملکونو نه وغوښتل چې روس ته ووايي چې روس دې د تور سمندرګي لاره د بلېک مېلېنګ دپاره نه استعمالوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې په کې د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر هم مرسته کړې او په کې د ای پي، روېترز او ای اېف خبرو نه هم معلومات اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG