لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : جرگې په دویمه ورځ مخالفینو سره د پخلاینې په پلان خبرې کړي


د افغانستان پایه تخت کابل کې د شورو د ورځ نه پېل شوی د امن ملي مشورتي جرگې په دویمه ورځ خپله غونډه کړې او د جرگې برخه والو په هېواد کې نهه کالو نه روان جگړې ختمون لپاره ډیر وړاندیزونه ورکړي دي.

د افغانستان پایه تخت کابل کې د شورو د ورځ نه پېل شوی د امن ملي مشورتي جرگې په دویمه ورځ خپله غونډه کړې او د جرگې برخه والو په هېواد کې نهه کالو نه روان جگړې ختمون لپاره ډیر وړاندیزونه ورکړي دي.
په دغه امن جرگه کې دټول هيواد څخه خواؤشا 1600ؤ استازي گډون کوي چې د زیارت په ورځ په 28ؤ ټولو کې ویشل شوي دي. دوي په دې خبرې فکر کوي چې څنگه طالب جنگیالی چې هېواد کې د روان خونړې یاغيتوب مشرې کوي د سولې او پخلاینې په هڅو کې شامل کړي. د جرگې دویمه ورځې غونډه په داسې حل کې شوې چې پرون طالب جنگیالو چې ځانمرگې واسکټې اغوستې وې په جرگې د راکټو بریدونه کړي و خو پکې چاته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
ددغه امن جرگې مقصدد تندلاريتوب ختمولو لپاره په خلکو کې درايې يو والى پيدا کول او دروغې جوړې په لوري پرمختگ کول دي.
طالبانو ته په دغه جرگه کې د گډون بلنه نه دی ورکړل شوی او طالبانو د جرگې اهمیت رد کړی. طالبان وایی چې موجوده افغان حکومت بې اختياره دى او هغوي به دامن په خبرو اترو کې تر هاغه وخته برخه نۀ اخلي ترڅو چې ټول غيرملکي پوځيان دافغانستان څخه نۀ وي وتلي. ځیني افغانان په دې خبرې شکمن چې دغه جرگه به گټوره وي. انتقاد کونکي وایي د جرگې استازي يواځې دحکومت خوښ کړل شوي خلک دي او کومو سخت دريځو تندلارو کمانډرانو ته په دغه جرگه کې دگډون بلنه نۀ ده ورکړل شوې. د زیارت په ورځ د جرگې په ختمیدو به د جرگې استازی به د جرگې رئیس او د افغانستان پخوانی صدر برهان الدین رباني ته رپوټ ورکوي.
په دغه درې ورځنۍ امن جرگه کې سياست مداران،قبائيلي مشران او دژوند بيلا بيلو څانگو سره تعلق لرونکي کسان گډون کوي. په افغانستان کې د امریکا سفارت د جرگې سره مرسته ښودلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG