لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د طالبانو د حملو تر څنگ د سولې ملي مشورتي جرګه پیل شوه


افغان چارواکي وائي د جرگې د ځايې څخه په لږه فاصله کې دوه راکټې پريوتي چې له دې لږه شيبه وروسته دډزو غږونه هم اوريدل شوي خو پکې چاته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

دناټو يو وياند وائي دجرگې په ځايې گڼ شمير تندلاري په ډزو سره وژل شوي او افغان پوليس وائي يو تن چې ځانمرگي واسکټ يې اغوستى ؤ خپل ځان يې پخپله وژلى دى.
په دغه امن جرگه کې دټول هيواد څخه خواؤشا 1600ؤ مندوبينو گډون کړى ؤ چې دصدر حامد کرزي دپرانستې وينا په مهال لومړۍ چاؤدنه وشوه.
صدر حامد کرزي دغونډې برخه والو ته په اطمينان سره دکښيناستو وينا وکړه او وې ويل ددغسې غږونه اوس هغوي عادي شوي دي.
دعيني شاهدانو له مخې له دې وروسته افغان صدر دخپلې وسله والې قافلې ترڅنگ دجرگې څخه روان شو.
دامن جرگې په سلامتۍ سره کولو لپاره په کابل کې په زرگونو عسکر گمارل شوي او دراکټ غورځيدو څخه وروستو هيلي کاپټرو هم په فضاء کې الوتنې شروع کړې.
ددغه امن جرگې مقصددتندلاريتوب ختمولو لپاره په خلکو کې درايې يو والى پيدا کول او دروغې جوړې په لوري پرمختگ کول دي.
طالبانو دغه جرگه رد کړې او وئيلي يې دي چې موجوده افغان حکومت بې اختياره دى او هغوي به دامن په خبرو اترو کې تر هاغه وخته برخه نۀ اخلي ترڅو چې ټول غيرملکي پوځيان دافغانستان څخه نۀ وي وتلي.
يوې وړې تندروه ډلې حزب اسلامي دغه جرگه بې مقصده گرځولې او وئيلي يې دي په دغه جرگه کې يواځې دحکومت منتخب خلک گډون کوي خو سخت دريځو تندلارو کمانډرانو ته په دغه جرگه کې دگډون بلنه نۀ ده ورکړل شوې.
دافغانستان په تيرو صدارتي انتخاباتو کې دصدر کرزي مهم رقيب عبدالله عبدالله په دې وئيلو سره په دغه جرگه کې دگډون کولو څخه انکار کړى چې په دې کې دعام افغان وگړي ستونزې تر بحث لاندې نۀ راوړل کيږي.
په دغه درې ورځنۍ امن جرگه کې سياست مداران،قبائيلي مشران او دژوند بيلا بيلو څانگو سره تعلق لرونکي کسان گډون کوي.
هيله کيږي په دغه جرگه کې به په دې خبره هم غور وکړل شي چې دطالبانو په لړ کې دکرزي حکومت ته دچا سره خبرې پکار دي؟مذاکرات بايد چرته وشي؟او دافغان حکومت له لوري په خبرو اترو کې مشري څوک وکړي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG