لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی : امریکا دې اووایی افغانستان ته به څومره پېسې ورکوي


کرزی وویل د امریکا سره د اوږد مهالې سټراټیجېکي ملگرتیا په اړه خبرې روانې دي خو زیاته یې کړه چې د هغو پېسو د اندازې په اړه مشکلات شته چې د کال 2014 وروسته نړیوالنه ټولنه افغانستان پوځ له ورکوي
کرزی وویل د امریکا سره د اوږد مهالې سټراټیجېکي ملگرتیا په اړه خبرې روانې دي خو زیاته یې کړه چې د هغو پېسو د اندازې په اړه مشکلات شته چې د کال 2014 وروسته نړیوالنه ټولنه افغانستان پوځ له ورکوي

د افغانستان صدر حامد کرزی غوښتنه کړې چې د هغه هېواد او امریکا ترمنځ کېدونکي د اوږدې مودې سټراټیجېکي لوظنامې کې به واشنگټن ته به دا خبره ضرور په ډاگه کول چې افغانستان ته به څومره پېسې ورکوي.
په کابل کې د محمود طرزي تلین په وخت خپله وینا کې نوموړي وویل د امریکا سره د اوږد مهالې سټراټیجېکي ملگرتیا په اړه خبرې روانې دي خو زیاته یې کړه چې د هغو پېسو د اندازې په اړه مشکلات شته چې د کال 2014 وروسته نړیوالنه ټولنه افغانستان پوځ له ورکوي.
ښاغلي کرزي دغه وینا په داسې وخت کړې چې دوړه ډلې د کېدونکې لوظنامې پرسر اتفاق ته ډیر نزدې دي. ښاغلي کرزی وویل « چې بې شکه هغوي مونږ ته پېسې رکوي خو هغوي(امریکا) وایي چې په لوظنامې کې به د پېسو ذکر نه کوي. مونږ وایو چې لږې راکړې خو په لوظنامې کې یې په لېکلې توگه شامل کړې ».
صدر کرزی زیاته کړه چې په خبرو اترو کې امریکا ددې خبرې ژمنه ورکوي چې په راتلونکې کې به په مالي امداد کې اضاف کولې شي.
نوموړي وویل « مونږ ورته بی وایو چې نن په لوظنامې کې دا خبرو ولېکې چې امریکا به افغان ځواکونو لپاره لږ تر لږه دوه اربه ډالر ورکوي. »
صدر حامد کرزی په خپله وینا کې طالبانو نه غوښتنه وکړه چې خپل بریدونه دې ودروي او وروستی تشدد افغانستان کې د بهرنیانو موجودگی ته دوام ورکوي. صدر کرزی دغه وینا د نهې په ورځ په داسې حال کې کړې چې تېره ورځ د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې یاغیانو بريدونو کې څلور اولسي خلک او 11 افغان ځواکونه وژل شوي وؤ.
د افغانستان پايتخت کابل او ددريوؤ نورو ولايتونو په بيلا بيلو سيمو کې تقريباً تر 18ؤ ساعتو پورې روانه دغه جگړه د گل په سحر هاغه وخت پايې ته ورسيده چې 36 جنگیالي پکې ووژل شول.
په کابل کې د کالج زده کوونکو یوې دستورې ته په وینا کې نوموړي وویل چې د طالبانو لخوا تشدد اسلام ، مسلمانانو او افغان اولس ته کومه گټه نه کېږي. ښاغلي کرزي زیاته کړه چې تاسو اسلام لپاره هېڅ نه کوې، تاسو د افغانستان خپلواکی او اولس د څوکالې او ازادې لپاره هم څه نه کوې.
تاسو د بهرنیانو افغانستان کې موجوديت اوږدولو لپاره کار کوې. طالبانو د دغه منظم بریدونو مسولیت په غاړه اخستې دې خو افغان او امریکایي چارواکي د دغه بریدونه په پاکستان کې موجود حقاني ډله گرځوي. افغانستان کې وروستې تشدد په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د ناټو د دفاع وزیران په برسلز کې د شورو په ورځ افغانستان نه د کال 2014 ترپایې 130000 بهرني ځواکونو د اوباسلو پرسر غونډه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG