لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قزاقستان صدر وایي په ملک کې یې "استحکام" راغلی


د الماتې ښار په یو سړک باندې د پولیسو سوځول شوی ګاډی
د الماتې ښار په یو سړک باندې د پولیسو سوځول شوی ګاډی

په قزاقستان کې د یوې هفتې نارامۍ نه پس چې هغه کې صدر قاسم جومارت توکائیف د تېرې جمعې په ورځ د ټلوېژن د لارې وینا کې امنیتي ځواکونو ته د مظاهره چیانو د ناخبره ویشتلو امر کړی و، د اتوار/یکشنبې په ورځ هغه یو بل بیان جاري کړ او ویې ویل چې «د ملک په ټولو سیمو کې حالات مستحکم شوي دي.»

د قزاقستان صدارتي دفتر د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې په تېره یوه هفته کې د قزاقستان امنیتي ځواکونو شپږویشت (۲۶) احتجاج کوونکي وژلي او دوه سوه کم شپږ زره (۵۸۰۰) نور یې ګرفتاره کړي دي. په بیان کې دا هم راغلي چې په نیول شویو کسانو کې، «یوه غټه شمېره بهرني شهریان» هم شامل دي. همدا راز د اتلسو (۱۸) امنیتي مامورینو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د خالي/شنبې په ورځ د قزاقستان الماتې نړېوال ائیرپورټ ته لا زیات روس عسکر ورسېدل چې د روس د دفاع وزارت یې تصویرونه خواره کړل.

قزاقستان ته رسېدونکي روسي عسکر
قزاقستان ته رسېدونکي روسي عسکر

د اې اېف پي خبري رسنۍ په حواله، د خالي په ورځ د قزاقستان په سترښار، الماتې کې په عمومي ډول حالات آرام و، خو که څوک د ښار مرکزي میدان ته نږدې کېدل غوښتل، نو امنیتي ځواکونو به هوایي ډزې کولې.

همدا راز د خالي/شنبې په ورځ د قزاقستان چارواکو خبر ورکړ چې د قامي سلامتيا د کمیټې پخوانی مشر کریم ماسیموف یې د غدارۍ په شک نیولی دی. شپږپنځوس کلن ماسیموف د یادې کمیټې مشر و، خو د تېرې هفتې په سر کې صدر توکائیف هغه د دې عهدې نه لېرې کړ. د شورو/چهارشنبې په ورځ صدر توکائیف بېړنی حالت اعلان کړ او بیا یې د اجتماعي سلامتۍ د معاهدې تنظیم (سي اس ټي او) نه د مظاهرو د قرارولو دپاره مرسته وغوښته چې ورپسې د روس ځواکونو قزاقستان ته راتلل شروع کړل.

شاوخوا دوه نیم زره عسکر قزاقستان ته ولېږل شول چې ځیني یې په سرښار نورسلطان کې د حکومتي ودانیو حفاظت کوي او دې سره، د صدارتي دفتر د بیان ترمخه، د قزاقستان ځینو امنیتي ځواکونو ته دا موقع برابره شوې چې الماتې ته ولاړ شي او هلته "د ترهگرۍ ضد عملیاتو کې برخه واخلي".

سي اس ټي او کې د روس، بلاروس، ارمېنیا، قزاقستان، قرغېزستان، او تاجکستان ملکونه شامل دي.

د قزاقستان صدر، جومارت قاسم توکائیف
د قزاقستان صدر، جومارت قاسم توکائیف

د صدارتي ویب سایټ په یو خبر کې راغلي چې قاسم جومارت توکائیف د خالي/شنبې په ورځ ټلیفوني خبرو کې د روس صدر ولاډمیر پوټین ته وویل چې د قزاقستان په ځینو برخو کې اوس هم "ترهگريز" بریدونه ترسره کیږي.

د روس صدارتي ماڼۍ – کرملېن – بیا ویلي چې دواړو مشرانو ډېر وخت په ټلیفون خبرې وکړې او هغه کې توکائیف پوټین ته حالات داسې بیان کړل چې ګني "هېڅ داسې ندي چې د استحکام په طرف دې روان وي."

د جمعې په ورځ توکائيف د نړېوالو دا خواست رد کړ چې ورته یې ویل حکومت دې د احتجاج کوونکو سره مذاکره وکړي. هغه بیا هم بغیر د کوم ثبوت ښودلو، دا دعوه کوي چې احتجاج کوونکي د بهرنیانو له اړخه تربیه او سمبال شوي دي، خو د کوم بهرني ملک نوم یې تر اوسه ندی اخیستی.

توکائیف د پوټین نه مننه وکړه چې د هغه په غوښتنه یې د مظاهره چیانو د ټکولو دپاره په فوري توګه عسکر قزاقستان ته ولېږل.

په قزاقستان کې تېره هفته د تیلو د بېعې د زیاتېدو په سر مظاهرې پیل شوې چې وروسته بیا په پراخ تشدد بدلې شوې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن ویلي چې دوی په قزاقستان کې د بېړني حالت په وجه "ډېر فکرمند" دي او د هغه ځای حالات څاري. بلېنکن زیاته کړې چې امریکا د ټولو نه د یو پرامنه حل لارې د پیدا کولو غوښتنه کوي.

بل طرف ته د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ هم په قزاقستان کې د تشدد د ختمېدو غوښتنه کړې ده. د چین صدر شي جېن پنګ د حالات په قابو کولو کې صدر توکائیف ستایلی دی.

په افغانستان کې واک ته رسېدلي طالبانو هم د قزاقستان په حالاتو فکرمندي ښودلې، او سپارښتنه یې کړې ده چې دولت او احتجاج کوونکي دې خپل اختلافات په پرامنه طریقه حل کړي. قزاقستان د افغانستان یو تجارتي شریک هېواد ګڼل کیږي او د افغانستان زیاتره اوړه هم د قزاقستان نه راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG