د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې چارواکي وائي وسله والو جنگيالو د زيارت په ورځ شپږ پاکستاني عسکر وژلي دي.
د خيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شفيرالله خان يو بهرني خبري اژانس سره په دغه حقله دخبرو په مهال وويل پيښه هاغه مهال رامينځته کله چې دپيښور څخه 30 کلو ميټره جنوب لويديز لوري ته دخيبرايجنسۍ په عالم گودر سيمه کې امنيتي ځواکونو گزمه کوله.
هغه وويل نامعلومو وسله والو د خاصه دارو په گاډي ډزې پيل کړې چې له امله يې شپږ خاصه دار ووژل شول.
په سمدستي توگه ددغه پيښې مسؤليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.
خيبرايجنسي په سيمه کې دموجودې تندروه ډلې چې مشري يې دمنگل باغ په نوم تندلارى کمانډر کوي مرکز گڼل کيږي او ددغه ډلې په ضد په تير وخت کې دپاکستاني ځواکونو لخوا څو څو ځله عمليات هم ترسره شوي دي.
1