لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو دپاره خصوصي قانون نه دی عملي شوی


ه پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو د پاره کار کوونکي عمران ټکر وي او ای ډيوه ته وويل چې د کم عمره تنانو د پاره وضع کړل شوي جوينایل جسټس سسټم قانون د دوه کالو نه زيات وخت تېرو باوجود هم نه دی عملي کړل شوی او ګرفتار کړل شوي کم عمره تنان د قانون پرضد په عام حوالتونو کې بندولې شي
ه پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو د پاره کار کوونکي عمران ټکر وي او ای ډيوه ته وويل چې د کم عمره تنانو د پاره وضع کړل شوي جوينایل جسټس سسټم قانون د دوه کالو نه زيات وخت تېرو باوجود هم نه دی عملي کړل شوی او ګرفتار کړل شوي کم عمره تنان د قانون پرضد په عام حوالتونو کې بندولې شي

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي او د قانوني چارو پوهان غوښتنه کوي چې په کال 2018 کې منظور کړل شوی جوينایل جسټس سسټم اېکټ دې په عملي توګه نافذ کړل شي چې نابالغه تنان د لويو ګرفتار شويو تنانو په څېر په يو حوالات او جېل کې نه ساتلې کېږي۔

ماهرین وايي چې کم عمره کسان د لوی عمر خلکو سره په حوالات او جيلونو کې بندول د دوی د جسماني او ذهني صلاحيت متاثره کولو سبب جوړیدلی شي۔

په پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو د پاره کار کوونکي عمران ټکر وي او ای ډيوه ته وويل چې د کم عمره تنانو د پاره وضع کړل شوي جوينایل جسټس سسټم قانون د دوه کالو نه زيات وخت تېرو باوجود هم نه دی عملي کړل شوی او ګرفتار کړل شوي کم عمره تنان د قانون پرضد په عام حوالتونو کې بندولې شي چې بد اغېز يې د دوئ په ذهني او جسماني نشوونما پرېوزي۔

عمران ټکر وویل " دغه قانون غوښتنه کوي چې په هريو پوليس سټېشن کې به يو ابزروېشن هوم يا ځانګړې ځاۍ وي او په کم عمره تن به ذهني او جسماني تشدد نه کېږي، نو اوس د بد قسمتۍ نه يو ابزروېشن هوم په يو پوليس سټېشن کې هم نيشته، په دغه قانون کې دوېمه مهمه خبره دا ده چې د جيل تصور د ماشوم د پاره نيشته او که د دغه تن کېس روان دی او که نه خو د هغه د پاره قانون غوښتنه کوي د اصلاحي او فلاحي مرکز، نو هغه هم زمونږه په صوبه کې يو هم نيشته دی"

د ياد قانون د عملي کولو په حقله په مېډيا او سوشل ميډيا هغه وخت بحثونه پېل شول کله چې په 14 مارچ د پېښور غربۍ تاڼې په حوالات کې څوارلس کلن هلک شاه زېب په مبينه توګه د حوالات دننه ځان ووژلو۔

د پېښور هايي کورټ اېډوکېت شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل چې د جوینایل جسټس سسټم قانون ترمخه په صوبه کې ځانګړي عدالتونه نه دي جوړ کړل شوي چې له امله يې د کم عمره تنانو کېسونه د ځنډ ښکار وي۔

" د دې قانون ترمخه د کم عمره تن کېس به په شپږ مياشتو کې فېصله کولې شي او که و نه شو نو عدالت به يې زمه وار وي، زه به تاسو ته په پېښور، مردان، چارسده او صوابۍ کې د کم عمره تنانو داسې کېسونه په نښه کړم چې دوه دوه کاله يې وشو او فېصله نه شول ځکه چې د دوي د پاره ځانګړي عدالتونه نيشته دې او چې د کم عمره تنانو کېسونه لګېدلې وي نو د هغې سره نور يو شمېر د لويو تنانو کېسونه وي کوم چې د جوېنائل جسټس سسټم اېکټ خلاف دي ځکه چې قانون وايي چې په کومه ورځ د جوېنائل کېس وي نو په هغه عدالت کې به د بالغ تن کېس نه وي"

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړې عائشه بانو وي او ای ډيوه ته وويل چې د ماشومانو د کېسونو د پاره خو چایلډ پروټېکشن کورټس جوړ کړل شوي او د جوینایل جسټس سسټم قانون مطابق به ابرزوېشن هومز يا ځانګړي ځايونه او د بيا بحالې مرکزونه به ډېر زر جوړ کړل شي۔

" هم دې بابت کې مونږه کوشش کوو چې دا ابزروېشن يا د کم عمره تنانو د ساتلو د پاره ځانګړي ځايونه جوړ کړو او د دې سره سره د بيا بحالۍ يا اصلاحي مرکزونو جوړو په اړه به هم تاسو ته ډېر زر خبر درکړو دغه هم زمونږه په منصوبه کې شامل دي او د متعلقه ادارو چارواکو سره ناسته پکې هم شوې ده"

په حوالات کې د شازيب د ځان وژلو د پېښې وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان کامران بنګش ويلي وو چې د صوبې اعلی وزير د واقعې نوټس اخېستې او د پلټنو د پاره يې د جوډېشيل کمېشن جوړولو احکامات جاري کړي دي۔

د روانې مياشتې په ۱۵ د پېښور ډسټرکټ سېشن جج په دغه پېښۀ کې د جوډيشيل انکوایرۍ د پاره يو چارواکی ټاکلی دی چې په 14 ورځو کې دننه به د انکوایرۍ رپورټ عدالت ته وړاندې کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG