لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لیبیا داخله وزیر باندې برید شوی، خو هغه ژوندی پاته دی


فتحی علی عبدالسلام باشاغا - د لیبیا داخله وزیر
فتحی علی عبدالسلام باشاغا - د لیبیا داخله وزیر

یو شمیره وسله والو کسانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د لیبیا داخله وزیر فتحی علی باشاغا په کاروان برید وکړ خو فتحی باشاغا له دې حملې نه ژوندی راوتلی دی. دا خبره د لیبیا داخله وزیر ته نږدې ذرائعو کړې ده.

فتحی باشاغا د لیبیا د تیلو قامي کارپورېشن ته تللی و او چې کله بېرته خپل دفتر ته روان و، په کاروان باندې یې د لیبیا په سرښار طرابلس کې وسله والو حمله وکړه.

ویل کیږي چې دوه تنه بریدکوونکي ګرفتاره شوي او درېیم یې د باشاغا ساتونکو سره په مقابله کې وژل شوی دی. د داخله وزارت ذرائعو ویلي چې پخپله فتحي باشاغا رغ رمټ دی، مګر یو محافظ یې زخمي شوی دی.

دا حمله په داسې وخت کې شوې چې یوه هفته مخکې په لیبیا کې ښکېلو اړخونو د داسې یو عبوري حکومت په جوړولو اتفاق وکړ چې په بین الاقوامي کچه پېژندل شوی وي او په ملک کې د سږ کال په پای کې د عمومي اېلېکشن دپاره لاره هواره کړي.
فتحی علی باشاغا د ۲۰۱۸ کال راهیسي په لیبیا کې د قامي پیمان د حکومت داخله وزیر پاته شوی او په دې وروستیو میاشتو کې یې دا کوششونو ته زور ورکړی چې په لیبیا کې موجودې وسله والې ډلې د دې هېواد په قامي امنیتي ځواکونو کې برتي کړي.

پس له هغه چې د ۲۰۱۱ کال په اکټوبر میاشت کې د لیبیا پخوانی مشر معمرالقذافي له واک اختیار نه وشړل شو او ووژل شو، په لیبیا کې داخلي شخړې پیلې شوې. په هغه ملک کې نورې ګډوډۍ هم رامخ ته شوې او ترهګرو ډلو په ځمکو او د تيلو په ذخیرو قبضه ولګوله. همدا رنګه د پخواني پوځي افسر، جنرال حفتر وسله والو کسانو د سرښار طرابلس په لور پرمختګ وکړ.

په اکټوبر کې د دوو اهمو اړخونو – په طرابلس کې واکمن د قامي پیمان حکومت او د جنرال خلیفه حفتر ډلې (د لیبیا قامي پوځ) – ترمنځ د ډزبندۍ لوظنامه لاسلیک شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG