وایس اف امریکا د پاکستان د نوي پارلېمنټ غوره کولو دپاره انتخابات په اتمه فېبروۍ کېدونکو انتخاباتو په باره کې د ځوانانو نظر معلومولو دپاره سروی کړې چې دوی د الکېشن نه څه امیدونه او توقعات لري؟
د وایس اف امریکا د ځوانانو په سروی کې له 18 تر 34 کلنو ځوانانو څخه دا هم پوښتل شوي چې د ووټ ورکولو په وخت به د امیدوار کومې ځانګړتیاوې په نظر کې نیسي.
ځوانانو ته اپشنز یا خوښې ورکړی شوې وې چې خپل امیدوار غورہ کړي.
د سروې له مخې 56 فیصدہ پاکستاني ځوانان په دې باور دي چې نوماند باید صادق او د باور وړ وي.
یوازې د 11 فیصدو ځوانانو لپارہ، د ټاکنو امیدوار ترټولو مھم ځانګړتیا د عامه اړتیاوو لپارہ معلومات او خواخوږي دہ. د 9 فیصدو ځوانانو په وینا، د ټاکنو د امیدوار تر ټولو مھمه ځانګړنه د هغه د رهبرۍ وړتیا او د خلکو د ستونزو د حل وړتیا دہ.
په پاکستان کې د پارلېمان اصلي دندہ پالیسي او قانون جوړونه دہ. خو یوازې څلور فېصدہ ځوانان په دغه اهلیت ووټ ورکول غواړي.
د پاکستان د نورو صوبو په پرتله د بلوچستان ځوانانو تر ټولو صادق او ایماندار امیدوار ته ترجیح ورکړې چې پکې 66 فیصدہځوانان د خپلې خوښې تن غواړي چې لوړ اخلاقي معیارونه ولري.
په سندهـ او خېبر پښتونخوا صوبو کې 58،58 فیصدہ او په پنجاب کې 53 فیصدہ غواړي چې د خوښې انتخاباتي کاندیدان یې صادق او د اعتماد وړ وي.
د پاکستان الېکشن کمېشن ترمخه د 18 او 35 کلونو ترمنځ د ځوانو رجسټرډ ووټرانو شمېر له 56.8 میلیون څخه ډیر دی چې د ټول رای ورکونکو شاوخوا44 سلنه جوړوي.
د وایس اف امریکې د سروې پایلې ښیي چې د پاکستان70 فیصدہ ځوانان پلان لري چې د فبرورۍ په اتمه نیټه په عامو انتخاباتو کې ووټ ورکړي. په دې معنی، د ځوانانو په رایه ورکولو کې د لیوالتیا زیاتوالی کولی شي په راتلونکي سیاسي منظرہ باندې ژورہ اغیزہ ولري.
ایا په پاکستان کې د سیاسي شعور کمی دی؟
د سروی د نتیجو په اړہ د تبصرې په وخت نوموړي خبريال او څېړونکي مظھر عباس وویل، د الېکشن د امیدوار په اړہ د ځوانانو نظرهغه عمومي نظر دی چې باید د خوښې وړ امیدوار په اړہ وي.
د وایس اف امریکه سرہ په خبرو کې عباس وویل چې لوړ اخلاق او صداقت په ټوله نړۍ کې مھم پیژندل کیږي خو په پاکستان کې دسیاسي شعور کموالی دی.
مظھر عباس وویل په کوم ملک کې چې 60 فیصدہ نفوس په ځوانانو مشتمل وي نو دا ضروري نه دہ چې د هر یو ځوان نظر یو شان وي د امیدوار لپارہ هم دومرہ کافي دي چې صادق وي. ځکه هغه خلک چې د سیاستوالو په وړاندې غبرګون ښیي، فکر کوي چې دا د سیاستوالو کار دی چې سړکونه جوړ کړي یا اوبه برابرې کړي، خو دا کار مقامي حکومتونه کوي.
مظھر عباس وویل دا د افسوس خبرہ دہ چې حکومتونو او سیاسي ګوندونو هیڅکله خلکو ته دا نه دہ ورښولې چې د دوی اصل کار څه دی؟
Forum