لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضياء الدين وائي ملاله چې وغورځيده ټول پاکستان راپورته شو


ملاله يوسفزۍ دکورنۍ سره
ملاله يوسفزۍ دکورنۍ سره
په سوات سيمه کې د تندلارو جنگيالو لۀ لوري د ويشتل شوې پنځلس کلنې ملاله يوسفزۍ پلار ضياء الدين يوسفزئ وايي جنگيالو غوښتل چې ملاله اووژني خو الله تعالي هغه بچ کړه.
ملاله په عارضي توگه غورځيدلې ده خو ډيره زر به بيا راپورته کيږي ،اؤ اوس هم د اودريدو توان لري. ملاله چې پريوته نو ټول پاکستان راپورته شو.
د جمعې په ورځ د برتانيې د برمنگهم ښار په کوئين الزبتهـ هسپتال کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال ښاغلي يوسفزي وويل هغه د هاغو ټولو خواخوږو د خواخوږۍ مننه کوي چې ملالې سره يې يووالى ښودلى اؤ د هغې د روغې څټې دپاره يې دعاگانې کړي دي.
د ملاله يوسفزۍ پلار دا هم وويل چې خپلې لور سره يې ليدل کړي دي اؤ اوس دهغې صحت په تيزۍ سره ښه کيږي.
نوموړي په پاکستان اؤ برتانيه کې د ملالې په ترسره شوي اؤ کيدونکي علاج د اطمينان څرگندونه وکړه اؤ وئ وئيل خوشحاله دى چې لور يې د ژوند طرفته ته راگرځيدلې ده.
دملالې پلار ضياء الدين يوسفزۍ برطانيې ته له روانيدو وړاندې په پاکستان کې ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤکله چې يې په ځينو خبرونو کې واوريدل چې هغوي به په کوم بهرني هيواد کې سياسي پناه اخلي نو په دې خبره دى خندنى شو، ځکه چې دهغه په لور(ملالې) بريد، او دهغوي دقربانو دومره وړوکى مقصد نۀ ؤ چې مونږ دې کوم بل هيواد ته لاړ شو او هلته دې ټول ژوند تير کړو.
هغه وويل څنگه چې ديو مهي لپاره اوبۀ ضروري وي ، هم دغه شان دهغوي لپاره پاکستان، خيبرپښتونخوا او سوات ضروري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG