لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملالې يوسفزۍ حالت په ښه کيدودى


د برطانيي برمنگهم ښار کې د کوین الزبت هسپتال د ودانۍ منظر
د برطانيي برمنگهم ښار کې د کوین الزبت هسپتال د ودانۍ منظر
دسوات په مينگوره ښار کې دطالبانو په يو بريد کې دژوبل شوې 14 کلنې طالب علمې ملالې يوسفزۍ دصحت په حواله ډاکټرانو داطمينان څرگندونه کړې ده او وئيلي يې دي چې نن دملالې حالت تر ډيره حده ښه ؤ.
دبرطانيې دبرمنگهم ښار په کوئن الزبتهـ هسپال کې تر علاج لاندې طالب علمې ملالې يوسفزۍ يوه بله شپه هم په اطمينان سره تيره کړې ده.
دهسپتال له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دملالې حالت په ښه کيدو دى اود ډاکټرانو ډله دملالې معائنه کوي، هيله کولى شي چې دغه ماشومه به ډير زر ښه او خپل وطن ته بيرته لاړه شي.
دبرمنگهم دکوئين الزبتهـ هسپتال ميډيکل ډائريکټر ډيو روسر وئيلي دي چې دملالې په حالت کې ښه والى ليدل شوى خو دهغې په رغيدو کې به څه وخت لگيږي.
بل خوا افغان صدر حامد کرزي وئيلي يد چې په ملالې يوسفزۍ بريد په افغان جينکو بريد دى.
افغان صدر حامد کرزي دعوامي نيشنل پارټۍ دصدر اسفنديارولي خان په نوم يو خط کې وئيلي دي چې افغانستان په ملالې دبريد درد په پوره ډول محسوسوي.
صدر کرزى وائي چې په ملالې دبريد په ضد پورته کيدونکي غږونه نۀ شي خاموشه کيدى.
ښاغلى کرزى وائي په ملالې يوسفزۍ او دهغې په ملگرو دترسره شوي ترهه گريز بريد مقصد دجينکو دتعليم لاره نيول او دجهالت راج قائمول دي.
صدر کرزي زياته کړې ده چې په پښتنه ټولنه کې په ښځې دلاس پورته کولو هيڅ گنجائش نشته.
اخوا په ملالې يوسفزۍ دبريد وروستو دهغې دسکول نيول شوي دوه څوکيداران خوشې کړل شوي دي.
سرچينې وائي په ملالې يوسفزۍ دبريد ترسره کيدو وروستو دشک په بنياد دنيول شوؤ کسانو څخه تپوس پوښتنې اوس هم روانې دي خو پوليسو تيره ورځ دهغې دسکول دوه څوکيداران دپلټنو لپاره بوتللي وؤ چې نن خوشې کړى شول.
بلخوا دملگرو ملتونو دخيرسگالۍ سفيرې او بالي ووډ اداکارې انجلينا جولي ملالې يوسفزۍ ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي او وئيلي يې دي چې دامن دنوبل انعام لپاره بايد دملالې يوسفزۍ په نوم غور وکړل شي.
په عين حال کې دپاکستان حکومت ملالې يوسفزۍ ته دستارۀ شجاعت ورکولو اعلان کړى دى.
دغه اعلان دکورنو چارو وفاقي وزير رحمان ملک دملالې يوسفزۍ سره دسکول په گاډي کې دبريد په مهال دژوبل شوؤ دوؤ نورو طالب علمانو کائنات او شازيې دپوښتنې په مهال سوات کې کړ ىدى.
رحمان ملک تيره ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک دهاغه وياند(احسان الله احسان ) پسر د10ؤ لکو ډالرو دانعام اعلان هم کړى ؤ چې په ملالې يوسفزۍ دترسره شوي بريد پړه يې په غاړه اخستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG