لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ واده وکړ


پښتنې فعالې او د نوبل معتبرې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ نن پخپل ټویټر باندې خپل د واده خبر او تصویرونه خپاره کړل او ورسره یې ولیکل، نن (نهې/سه شنبه) یې "په ژوند کې یوه قیمتي ورځ" ده. هغه زیاتوي چې:

"عاصر او ما دا رشته وتړله چې د ژوند شریکان اوسو. مونږ د خپلو کورنیو سره برمېنګهم کې پخپل کور کې د نکاح یوه وړه دستوره جوړه کړه. مهرباني وکړئ مونږ ته دعاګانې وکړئ."

ملالې یوسفزۍ د خپل ژوند د شریک په اړه نور څه تفصیل ندی ورکړی، خو پاکستاني مطبوعاتو ویلي چې خاوند یې عاصر ملک د پاکستان کرکټ بورډ کې جنرل منېجر دی. جیونیوز لیکلي چې عاصر ملک وړاندې تر دې د پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د ملتان سطانز لوبډلې سره د آپرېشن منېجر په توګه کار کاوه.

عاصر هم د ملالې سره خپل د واده تصویر، په خپل انسټاګرام باندې خپور کړی دی.

د ملالې پلار، ضیا الدین یوسفزي په خپل ټویټر پاڼې باندې خوشحالي څرګنده کړې او ویلي یې دي: "په الفاظو کې نه بیانیږي. زه او تورپیکۍ (مېرمن یې) ډېر خوشحاله او شکرګزاره یو، الحمدلله."

څلورویشت کلنه ملاله یوسفزۍ د جینکو دپاره د تعلیم ملاتړې ده چې په پنځلس کلنۍ کې طالبانو په سوات کې وېشتلې وه خو د هغې حملې نه ژوندۍ پاته شوه.

د نړۍ په ډېرو ملکونو کې، په خاص ډول مغربي هېوادونو کې، د ملاله یوسفزۍ زیات قدر کیږي، ځکه د جینکو او ښځو د حقونو او تعلیم په برخه کې یې ډېره مبارزه کړې ده.

همدا سږکال د جولای په میاشت کې ملالې یوسفزۍ د برطانیې ووګ مجلې ته ویلي و، هغه یقیني نده چې کله هم واده ته زړه ښه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG