لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: د پاکستان پوځ پرامنه احتجاج کونکو پښتنو ته غداران وايي


د پاکستان شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون تحفظ مومنټ یو مرکزي مشر محسن داوړ نن د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د پښتون تحفظ مومنټ غوښتنو او د پوځ لخوا په دوي د غدارۍ تورونو لګولو په حقله یو مقاله لیکلې.

په خپله مقاله کې محسن دواړ لیکلي پښتون تحفظ مومنټ د تېرو دوه کلونو راهسې د خپلو آییني حقونو ترلاسه کولو لپاره په لارو کوڅو کې پرامنه احتجاجونه کوي. نوموړی وايي د هرڅه نه وراخوا دوي د پوځ نه احتساب غواړي چاچې د نوموړي په وینا د ملک په شمال غربي سیمو کې د خلکو اغوا کولو، وژلو او ویرولو لپاره د ترهګرۍ خلاف جنګ د بهانې په توګه استعمال کړی. نوموړي لیکلي د ۳۵ ملینه ابادۍ پښتانه د پاکستان یواځینی ترټولو لوي قام دی.

محسن داوړ وايي د بدلون لپاره په خپل تحریک کې دوي همېشه د عدم تشدد سخت اصول خپل کړي او دوي خپل ټول ګامونه د آیین د حدونو دننه ساتلو لپاره کار کړی کوم چې په واضحه توګه باندې د وینا او غونډو کولو اجازت ورکوي. خو بیا هم د دوي د تحریک غړي بندیزونو، نیولو او په ځنې وختونو کې د وژنو سره مخ کیږي.

د پي ټي ایم مشر وايي حکومت د جنورۍ په ۲۷تمه نېټه باندې د دوي مشر منظور پشتین د غدارۍ په تورونو کې ونیولو، دا هم هغه بهانه ده چې برطانوي سامراج به په څه وخت کې په هندوستان کې استعمالوله. محسن داوړ وايي په دویمه ورځ دی او د پښتون تحفظ مومنټ بل غړی علي وزیرد منظور پشتین دګرفتارۍ خلاف د احتجاج کولو په وخت ونیولی شو. نوموړی واي تېرکال هم دی د سیاسي سرګرمو په سر نیولی شوی وو او څلور میاشتې یې په قید کې تېرې کړي. علي وزیر او محسن داوړ وروستو ازاد کړی شو خو منظور پشتین تراوسه پورې په قید کې دی خو د هغه لپاره تراوسه پورې پي ټي ایم کوششونه کوي.

محسن داوړ وايي د دغه ګرفتارو او خلکو یرولو په شا باندې د پاکستان حکومت نه دی بلکه د ملک حقیقي حکومت دی کوم چې پوځ دی. دا هرڅه یوه پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان پوځي جرنیلان ولې دومره یریږي. محسن داوړ وايي د پاکستان اوسنې پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه دا خبره په ډاګه کړې چې هغه د پاکستان د آیین سره مسله لري.

د کال ۲۰۱۸ په لومړیو میاشتو کې جنرل باجوه د ملک په اتلسم آییني بدلون باندې نیوکې کړې وې کوم چې د پاکستان منتخب پارلیمان په کال ۲۰۱۰ کې په متفقه توګه باندې منظور کړی وو.

دغه آییني بدلون په داسې طریقه باندې جوړ کړی شوی وو چې په راتلونکې کې د پوځي حکومتونو مخه ونیولی شي. په دغه اییني ترمیم کې صوبو ته د زیات واک اختیار ورکولو سره د ملک وفاق مضبوط کړی شوی وو او ددې نه غیرجمهوري شقونه لرې کړی شوي وو. محسن داوړ وايي په بل جمهوري ملک کې به د ملک په آیین دومره په ښکاره نیوکو کولو باندې یو اعلا جرنیل کور ته لیګلی شوی وی خو په پاکستان کې هغه ته د ریټایرمنټ وروسته یو ځل بیا د پوځ د مشرۍ څوکۍ ورکړی شوې.

محسن وايي په آییني روایاتو عمل کولو او د زیات جمهوریت لپاره د دوي غوښتنې د پوځي جرنیل خوښې نه دي.

په واشنګټن پوسټ کې لیکلې مقاله کې نوموړی وايي، د پاکستان پوځي جرنیلان مونږ یو خطره ګڼي ځکه چې مونږ د دوي د لویو منصوبو په لار کې ولاړ یو. دوي په انتظار کې دي چې کله به د افغانستان نه ټول امریکایي پوځیان ووځي چې دوي ته موقع ورکړي چې یو ځل بیا طالبانو ته په واک کې د راتلو هرکلی ووايي. خو زمونږ تحریک، کوم چې د طالبانو سره د پوځي مرستې غندنه کوي، ددوي لپاره یو چیلنج دی. پوځي جرنیلان د پاکستان صرف هغه پښتانه برداشت کولی شي څوک چې د افغان طالبانو مرسته کوي.

محسن داوړ وايي د احتساب لپاره د دوي غوښتنې د پوځ د تباهۍ ډک زوړ حالت په ځای ساتلو ته نقصان رسوي. هغه حالت چې پکې پوځ د هغه ترهګر ډلو انتخاب کوي هغوي تیاروي کومې چې د پوځ حکمونو ته سرښکته کوي. مونږ د هغه پوځي عملیاتو ختمون غواړو چې د ترهګرۍ په ختمولو کې ناکامه شوي او د عامو خلکو ابادي یې د کوم فرق بغیرپه نښه کړې. مونږ د عدالت ماورا وژنو ودرولو غوښتنه کوو چې هغه خلک چې ددې نه اغېزمند شوي هغوي د خپل اواز ښکاره کولو په وخت ځان محفوظ وګڼي. مونږغوښتنه کوو هغه خلک دې د خپلو ګامونو لپاره په عدالتونو کې د احتساب لپاره وړاندې کړی شي چې د بې ګناه خلکو اغوا کولو منصوبې یې جوړې کړي.

او د هرڅه د پاسه، مونږ د ترهګرو سره د پاکستاني پوځ د مرستو ودرولو غوښتنه کوو څوک چې یو ځل بیا رایوځای کیږي.

محسن داوړ وايي د غیرقانونه ترهګر ډلې تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان د پوځ د ولقې نه تختیدل یو ښکاره مثال دی. دغه سکینډل مذهبي تندلارو ته ازادي ورکولو لپاره د چاراکو په چمتوالي پوښتنې راپورته کړي خو بل خوا یې د پي ټي ایم په رنګ جمهوریت پلوه احتجاج کوونکو لپاره د زورولو لار خوښه کړې.

څوک چې تندروه نظر وړاندې کول غواړي، هغوي ته په پاکستاني میډیا ګڼ شمېر موقعې هروخت ترلاسه وي. خو ددې برعکس زمونږ د تحریک نظر وړاندې کولو باندې د پاکستان په میډیا مکمل بندیزدی. نن سبا د پاکستان په میډیا باندې د پي ټي ایم خبره صرف هغه وخت کیږي کله چې په دې د پروپیګنډې او دروغو تورونه لګولی کیږي.

محسن داوړ لیکلي په احتجاجونو کې برخه اخستونکو ددوي په مرستیالانو باندې د ملک سره د غدارۍ د تورونو لاندې مقدمې جوړولی کیږي. د پوځ په مشرۍ کې د پاکستان اسټیبلشمنټ د دومره غیرمعمولي حد پورې وړاندې تلی چې د دوي تحریک نه یې یو بده بله جوړه کړې.

نوموړی وايي کله چې د پاکستان واکمنان پښتانه د جنګ او ترهګرۍ لپاره تربیه کوي نو مونږ د ملک سره مینه کوونکې بلي خو چې کله مونږ د خپلو حقونو غوښتنه کوو نو بیا مونږ پاکستانیان هم نه ګڼلی کیږو. زمونږ زورول د انصاف لپاره زمونږ د غوښتنو عزم نورهم مضبوطوي.

محسن داوړ په آخره کې لیکي، پښتانه د پاکستان د یو داسې شهري په شان ژوند تېرول غواړي چې حقونه ولري، نه چې د داسې بنده په شان ژوند تېر کړي چې څه حقونه نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG