د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې درې عسکر او 15 تندلاري وژل شوي دي.
چارواکي وائي په راکټونو او خودکاره وسلو سمبالو خواؤشا 40ؤ جنگيالو دمومند ايجنسۍ په انارگۍ امنيتي پوسته بريد وکړو چې پکې درې عسکر ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.
چارواکي وائي له دې وروستو امنيتي ځواکونو هم دبريد کوونکو په ضد ځوابي عمليات وکړل چې پکې خواؤشا 15 جنگيالي ووژل شول.
دتيرو څو ورځو راهسې دمومندو ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې پاکستاني پوځيانو دگن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو په مدد کې دتندلارو په ضد عمليات دوامداره ساتلي دي او چارواکي په دغو عملياتو کې تندلارو ته دځاني زيانونو اړولو ادعاوې کوي
دپاکستان پوځي چارواکو په کال 2009م کې هم دجنوبي وزيرستان په شمول بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دبرياوؤ ادعاوې کړې وې خو اوس هم دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو بريدونه دوام لري.
1