لاس رسیدونکی لینک

 
میانمار کې د پوځي حکومت په ضد احتجاج کوونکي د «سپرلي انقلاب» غواړي
تازه خبر

میانمار کې د پوځي حکومت په ضد احتجاج کوونکي د «سپرلي انقلاب» غواړي


په میانمار کې د پوځي کودېتا ضد زرګونو احتجاج کوونکو د اتوار/یکشنبې په ورځ لاریون وکړ او په هغه ملک کې چې دا څلور میاشتې د پوځ تر ولقې لاندې دی، «د سپرلي انقلاب» غوښتنه وکړه.

د اتوار/یکشنبې په ورځ سهار وخته په یانګون کې چې د میانمار تجارتي مرکز ګڼل کیږي، مظاهرې پیل شوې او فعالانو د سپرلي انقلاب د شورو کېدو نارې وهلې. ځوانان اول سره راغونډ شول او بیا یې لاریون وکړ، مګر له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې د مخنیوي په خاطر بېرته خواره واره شول.

احتجاج کوونکو ویل: «زمونږ مقصد، پوځي آمریت ته خاتمه ورکول دي.»

د ځایي رسنیو د رپوټونو په حواله، امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو پسې منډې وهلې او څوک چې به په لاس ورغلل، ګرفتاره کول یې.

د یو بل خبر له مخې، د اتوار/یکشنبې په ورځ، د یانګون ښار په مختلفو برخو کې د بمونو چاودنې هم وشوې. چارواکي په دې ډول چاودونو کې «بلواگر» ذمه وار ګڼي.

تشدد او مرګ ژوبله

په میانمار کې د سیاسي قیدیانو دپاره د امداد انجمن په نوم یو څارونکی تنظیم وایي، د پوځ د وروستۍ کودېتا نه وروسته تر اوسه امنیتي ځواکونو اوه سوه و نهه پنځوس (۷۵۹) ملکي وګړي وژلي دي.

د میانمار پوځ، چې د څارنې دغه تنظیم یو غیرقانوني اداره ګڼي، وایي چې تر اوسه دوه سوه و اته پنځوس (۲۵۸) احتجاج کوونکي، اوولس (۱۷) پولیس افسران، او اوه (۷) عسکر وژل شوي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ هم د شان صوبې په سیپاو ښارګوټي کې تشدد پېښ شو چې په کې امنیتي قواوو په احتجاج کوونکو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن په کې ووژل شو.

د وژل شوي ځوان یو ملګري اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې ملګری یې په سر وویشتل شو او ځای په ځای مړ شو. هغه زیاته کړه چې عسکر یې اوس د ملګري جسد غواړي، خو دوی پټ کړی او غواړي د جنازې دستوره یې پرځای کړي.

په کاچین صوبه کې هم امنیتي ځواکونو په احتجاج کوونکو ډزې وکړې او آن په هغو یې ګرېنېډ یا لاسي بمونه ګوزار کړل.

له هغه وخت راهسي چې د فرورۍ په اوله نېټه پوځ د منتخبې مشرې آنګ سان سوچي په حکومت کودېتا وکړه او هغه یې بندیوانه کړه، د میانمار په ښارونو، کلیوالي سیمو، لېرې پرتو غرنۍ سیمو او آن د یاغیانو تر ولقې لاندې سرحدي علاقو کې د کودېتا کوونکي پوځ خلاف قهرجنې مظاهرې روانې دي.

پوځ کوشش کړی چې دا احتجاجونه په ځپلو او سختو طریقو چوپې کړې، لکه ډله ییزې ګرفتارۍ او د مظاهره کوونکو په وژلو او زخمي کولو باندې، مګر مظاهرې لا ندي ختمې شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG