یوه ورځ پس له هغه چې په میانمار کې د پوځي واکمنانو ضد مظاهرو کې څه باندې سل تنه ووژل شول، د میانمار امنیتي ځواکونو د اتوار/یکشنبې په ورځ د یوې جنازې په مراسمو ډزې وکړې چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه څه رپوټ نشته.
دا پېښه یانګون ښار ته څېرمه په باګو سیمه کې شوې او کله چې ډزې وشوې، نو د جنازې په مراسمو کې چې خلکو ګډون کړی و، خواره واره وتښتېدل. دا جنازه د یو شل کلن ځوان وه چې یوه ورځ وړاندې د ګڼ شمېر نورو احتجاج کوونکو په شمول ووژل شول.
د خالي/شنبې په ورځ د لسو نه د زیاتو هېوادونو د دفاع وزیرانو په یو مشترک بیان کي د جمهوریت پاله بې وسلو خلکو په وړاندې د برما مرګوني ځواک کارول وغندل.
په دې بیان کې راغلي چې: «یو پروفېشنل پوځ پخپلې رویې کې د نړېوالو معیارونو پیروي کوي او د خپلو خلکو د ساتنې ذمه وار دی، نه هغو ته د نقصان رسولو.»
په دې بیان کې د میانمار د وسله والو قوتونو نه غوښتل شوي چې تشدد دې ختم کړي او د میانمار د خلکو سره دې د خپل وقار او اعتبار د بحاله کولو کوشش وکړي.
دا بیان د آسټرالیا، برطانیې، کېنېډا، ډنمارک، جرمني، یونان، اېټلي، جاپان، نېډرلېنډ، جنوبي کوریا، او نیوزیلېنډ د دفاع وزیرانو په ګډه جاري کړی دی.
ملګرو ملتونو هم په میانمار کې د هغه هېواد د پوځي حکومت کړنې غندلي دي.
د امریکا صدر جو بایډن د اتوار/یکشنبې په ورځ خبریالانو ته د میانمار د وروستیو خونړیو پېښو په اړه وویل: «دا ډېره بده ده، ډېره ظالمانه ده. ما ته د رارسېدلو رپوټونو په بنیاد، ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي، برناحقه وژل شوي دي.»
په میانمار کې د پوځي کودېتا نه وروسته چې احتجاجونه شوي او بیا په جبر او زور سره ټکول شوي او خلک وژل شوي دي، دې پېښو د ډېرو هېوادونو او نړېوالو تنظیمونو پام ځان ته رااړولی دی. د فرورۍ په ۱۹مه نړېوال بنک اعلان وکړ چې میانمار ته د پېسو ورکول بندوي او د هغه ځای حالات له نږدې څاري.
د مارچ په ۱۰مه اېشیایي ترقیاتي بنک هم په میانمار باندې خپلې پېسې بندې کړلې. د نړېوال بنک او اېشیایي ترقیاتي بنک په دې ګامونو سره، میانمار ته د پنځه سوه میلینه نه واخله تر شپږ سوه میلینه ډالره پورې د امدادي منصوبو پېسې بندې شوې.
اوس ماهرین وایي چې د دې پېسو بندېدل په میانمار کې زیاتې کمزورې کورنۍ له بد حالت سره مخامخ کړي دي.