لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تېمور: ما چې راو انوار وپېژاند نو دوبۍ ته له تلو مې را وګرځاوه


د کراچۍ پولیس افسر راو انوار

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هغه افسر ته ستاینلیک ورکړی، چې د نقیب مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار یې دوبۍ ته تېښتې په وخت د اسلام اباد له هوایي ډګره را ګرځولی وو.

د پلټنو د مرکزي ادارې (ایف ای اې) د امیګرېشن څانګې افسر تېمور وایي، راو انوار چې د اسلام اباد پر بېنظیر نړیوال هوایي ډګر په (راول انتظارګاه) کې د ده مېز ته ورغی، نو ده وپېژانده او سمدستي یې خپل لوړپوړي افسر ته حال ورکړ:

"ما چې څنګه د ده پاسپورټ وکوت او عکس مې یې د ده له څېرې سره وکوت، نو پوه شوم چې دا کس خو نن سبا پر ټيلیویژن ډېر ښکاره کېږي او تورن دی، نو ما د پوښتنو په وخت این او سي ځنې وغوښته، ده چې را وړاندې کړه نو هغه راته جعلي ښکاره شوه، ما تصدیق ځنې وغوښت او دستي مې خپل افسر خبر کړ"

د پاکستان د دي نیوز انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د پلټنو د مرکزي ادارې (ایف ای اې) مشر بشیر مېمن ویلي، چې په هوایي ډګر کې د امیګرېشن چارواکو ته د راو انوار په اړه کوم خبرداری نه وو ورکړل شوی، ځکه چې هغه وخت له د ده نوم د هغو کسانو په لیسټ کې نه وو شامل شوی، چې له هېواده دباندې یې پر سفر بندیز وي.

د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د ایف ای اې د دغو ځوانو افسرانو ویښتیا، قرباني او ایمانداري وستایله، چې خپله دنده یې له قانون سره سم په ښه توګه تر سره کړې ده. اقبال د چارشنبې په ورځ دې افسر او د هغه همکارانو ته په خپل دفتر کې ستاینلیکونه ورکړل.

د کراچۍ د ملیر سیمې پولیس مشر راو انوار د نقیب مسود په مقدمه کې د هغه د وژنې په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی. د نقیب د وژنې په اړه د پولیسو د اعلی افسرانو درې کسیزې ډلې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه بېګناه دی او د پولیسو په درواغجنه جګړه کې وژل شوی دی. تر دې اعلان وروسته د کراچۍ پولیس چارواکو د هغه د نیولو امر وکړ او د پاکستان ستر عدالت سپریم کورټ یې له هېواده پر وتلو بندیز ولګاوه.

دا چې د هوایي ډګر پولیسو ولې راو انوار نیولی نه دی، د ایف ای اې مشر وایي، امیګرېشن افسر یې په دې نه وو خبر پر هغه دومره سنګین تورونه لګېدلي دي، چې له کبله یې هغه ونیول شي:

"کله چې خبر شو دغه تورن پولیس افسر تښتي، نو په دوو ګنټو کې دننه مو راو انوار ته وویل چې له هوایي ډګره بیرته لاړ شي او خپل بېګونه- چې د ایف ای اې په امر له الوتکې را کښته شوي وو- له ځان سره یوسي"

د ایف ای اې دفتر هم د خپل افسر تېمور لپاره انعام اعلان کړی دی، چې هغه پر وخت د راو انوار د تېښتې مخه نیولې ده.

راو انوار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې هغه د تېښتې هڅه نه کوله، بلکې له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره دوبۍ ته روان وو.

XS
SM
MD
LG