لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د نيټو د سپلائۍ په گاډو بريد


د بريد سمدست وروستو د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تورخم لار د درې ساعتو پورې تړل شوې وه ، او بيا پرانستې شوې ده .
د بريد سمدست وروستو د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تورخم لار د درې ساعتو پورې تړل شوې وه ، او بيا پرانستې شوې ده .
د پاکستان د قبائيلي سيمي خيبر ايجنسۍ طورخم پولې ته نزدې د افغانستان ننگرهار صوبې په خاوره د نيټو ځواکونو د سامانونو وړونکو راوړونکو گاډو په يوه اډه د زيارت په ورځ سحر بريد شوی چې پکې په لويه کچه گاډو ته زيان اوختی دی .
راپورونه وايي درې ځان مرگي بريد کوؤنکو د نيټو سامانونو وړونکو گاډو په اډه حمله کې د ۳۰ نه زيات گاډي تباه کړي دي . او حمله کوؤنکي هم وژل شوي دي . سرچينې وايې پېښه کې يو کس ژوبل شوی ، او نوره مرگ ژوبله نه ده رامينځته شوې .
سرچينې وايي د بريد سمدست وروستو د پاکستان او افغانستان ترمينځ د طورخم لار د درې ساعتو پورې تړل شوې وه ، او بيا پرانستې شوې ده .
د سيمي د چارواکو په وينا د بريدو وروستو نيټو او افغان ځواکونو علاقه په گېره کې اخيستې ، او د لټون عمليات يي پېل کړي دي .
د راپورونو ترمخه د طورخم پولې ته نزدې د افغانستان په خاوره دغه گاډي چې د نيټو سامانونه پرې پراته وو ، پاکستان پله يې مخه وه او په اډه ولاړ وو ، چې بريد پرې شوی دی .
د راپورونو په وينا د افغان طالبان وياند ذبيح الله مجاهد د بريد پړه په غاړه اخيستې ده .
د افغانستان او پاکستان ترمينځ د طورخم پولې ته نزدې دغه بريد په داسې حال کې شوی ، چې پاکستاني ځواکونو په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړي دي ، او په دغه مهال د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د افغانستان صدر حامد کرزي سره په ټيليفون خبرې کړي ، او ورته يي د ترهگرو د پولې نه هاغې مخ ته د اوړېدو د مخنيوي دپاره د پولې تړلو وئيلي دي .
له دې وروستو د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم په دغې لړ کې په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئ سره ليدلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG