لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : د کراچۍ هدفي عمليات دې نور تېز کړی شي


وزيراعظم نوازشريف نن د کراچۍ د دورې په مهال ښار کې د ترقياتي منصوبو اعلان هم کړی
وزيراعظم نوازشريف نن د کراچۍ د دورې په مهال ښار کې د ترقياتي منصوبو اعلان هم کړی

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف کراچۍ کې پوليس او رينجر چارواکو ته هدايات ورکړي ، چې ښار کې دې د امنيت په موخه هدفي عمليات نور تېز کړی شي . او ښار دې د بدامنۍ څخه پاک کړی شي .

وزيراعظم نوازشريف نن د زيارت په ورځ د کراچۍ په يوه ورځنۍ دوره ورغلی ، او په گورنرهاؤس کې يې د قانون نافذؤنکو ادارو د چارواکو ، د صوبايي حکومت د مشرانواو د ښار د سوداگرو سره هم ليدلي دي .

د پوليس او رينجر چارواکو وزيراعظم ته ښار کې دوران کارو ، شرخوښو په ضد د روانو هدفي عملياتو د تېرو لسو مياشتو د کارکردگۍ احوال تېر کړی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم د قانون نافذؤنکو ادارو چارواکو ته ښار کې د وران کارو او جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد د عملياتو نورو تېزولو هدايات ورکړي دي .

گورنر هاؤس کې چې نوازشريف سره د کورنو چارو مرکزي چودهري نثارعلي خان ، د سندهـ صوبې گورنر عشرت العباد او وزيراعلي قائم علي شاه او نور چارواکي هم موجود وو ، د ملک د اقتصادي مرکز کراچۍ سوداگرو هم ليدلي ، او ښار کې د عملياتو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي .

وزيراعظم سره د ليدو وروستو د کراچۍ د ايوان صنعت وتجارت مشر عامر عبدالله ذکي مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، په ښار کې خو تېرکال د عملياتو پېل کيدو سره په لمړو څو مياشتو کې حالات قابو شوي وو ، خو په ورستيو کې يو ځل بيا د قلنگ اخستو ، سوداگرو د تاوان دپاره تښتولو او وژنو لړۍ بيا زياته شوې ده .

نوموړي زياته کړه مونږ وزيراعظم ته ووئيل چې ښار دې د څو مياشتو دپاره پوځ ته حواله کړی شي ، چې امن په ځايې کړي .

کراچۍ ښار کې تېر کال د ستمبر د مياشتې راهسې د ترهگرو ، هدفي وژونکو ، قلنگ اخستو او نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد هدفي عمليات دوام لري .

د پوليس د رپورټ ترمخه ښار کې د ۱۰م مياشتو په عملياتو کې د ۳۰و زرو نه زيات کسان نيول شوي ، او په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده . د کراچۍ پوليس په وينا د عملياتوپه مهال پوليس په مقابلو کې نزدي څلور سوه ملزمان هم وژل شوي دي .

د ملک اقتصادي مرکز کې د پوليس او او رېنجر لخوا د هدفي عملياتو په مهال هم وخت په وخت د بدامنۍ ، تشدد او فرقه ايزه او هدفي وژنو پېښې رامنځته شوي دي ، خپله پوليس او رينجر هم په هدف شوي دي . او تېره مياشت د دغو عملياتو په مهال د کراچۍ په ائيرپورټ حمله هم شوې وه .

وزيراعظم نوازشريف نن د کراچۍ د دورې په مهال ښار کې د ٫٫ گرين لائن ٬٬ په نوم د بس سروس پېل کولو ، او د مرکزي حکومت لخوا يې دغې منصوبې ته د ۱۵ اربه ورکولو اعلان هم وکړو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG