لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران احتجاجونه پوهنتونونو او د کوردانو سيمې ته وغځېدل


په ناروی کې د بشري حقونو د پاره کار کونکې ډله هېنګاو رايټس وايي د کوردستان صوبې په ماريوان سيمه کې ايراني امنيتي ځواکونو د اتوار په ورځ په مظاهره کونکو نېغ په نېغه ډزې کړي چې پکې 35 کسان ژوبل کړل شوي. ای ايف پي وايي خبري اداره نه ده توانېدلې چې د دې خبر پخپله پخلی وکړي
په ناروی کې د بشري حقونو د پاره کار کونکې ډله هېنګاو رايټس وايي د کوردستان صوبې په ماريوان سيمه کې ايراني امنيتي ځواکونو د اتوار په ورځ په مظاهره کونکو نېغ په نېغه ډزې کړي چې پکې 35 کسان ژوبل کړل شوي. ای ايف پي وايي خبري اداره نه ده توانېدلې چې د دې خبر پخپله پخلی وکړي

په ایران کې د اتوار، یکشنبې، د ورځې نه نوي احتجاجونه راپارېدلي چې پوهنتونونو او تر په شمال مغرب کې د کوردانو سيمې ته غځېدلي دي. سره د دې چې حکومتي چارواکي ډېره سختي کوي خو اوومه اوونۍ ده چې د ایران د حکومت خلاف احتجاجونه دوام لري.

احتجاجونه چې په سېپټمبر کې د مهسا اميني د مرګ نه وروستو پيل شوي څوک چې د مذهبي پوليسو په ولقه کې مړه شوې وه او د پوليسو د وينا ترمخه چې د اميني سر د اسلامي پردې سره سم پټ نه و، د ايراني مولايانو د مشرتابې د پاره د کال 1979 د انقلاب نه راپه دېخوا تر ټولو لويه ننګونه ده.

دا مظاهرې د کال 2019 د احتجاجونو په رنګ نه دي ځکه دا په ټول هېواد کې روانې دي چې د ټولنې هرې برخې ته، پوهنتونونو، لارو کوڅو او ان تر دې چې سکولونو ته غځېدلې دي خو د ودرېدلو نوم نه اخلي.

په ناروی کې د بشري حقونو د پاره کار کونکې ډله هېنګاو رايټس وايي د کوردستان صوبې په ماريوان سيمه کې ايراني امنيتي ځواکونو د اتوار په ورځ په مظاهره کونکو نېغ په نېغه ډزې کړي چې پکې 35 کسان ژوبل کړل شوي. ای ايف پي وايي خبري اداره نه ده توانېدلې چې د دې خبر پخپله پخلی وکړي.

تازه مظاهره په تهران کې د کوردې زده کونکې نسرين غدري په مرګ راپارېدلې څوک چې د ماريوان اوسېدونکې وه او د يادې ډلې د رپورټ تر مخه غدري پوليسو په سر وهلې وه.

ايراني چارواکو دې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د هېنګاو په وينا غدري بغير د جنازې کولو خاورو ته سپارل شوې ځکه ايراني چارواکو پرې زور اچولی و او ويره يې دا وه چې د غدري مرګ به هم د احتجاج يو بل سوب وګرځي.

په سوشل ميډيا داسې تصويرونه خواره شوي چې احتجاج کونکي سرکاري ودانو ته خيژي او د اسلامي رياست بيرغ راکوزوي او سوزوي. ښځې بغير د څادر لوپټې په سړکونو ګرځي او احتجاج کوي.

هېنګاو زياتوي تازه ځواکونه سيمې ته لېږل شوي او د شپې د ډزو اوازونه اورېدل کيږي. د اميني د مرګ په ترڅ کې د کوردانو سيمه د احتجاجونو مرکز ګرځېدلی ځکه چې هغه هم کورده وه او کوردستان ولايت د ساقيز سيمې وه.

په ناروی کې د ايران د بشري حقونو تنظيم وايي د مهسا اميني د مرګ نه راپه دېخوا په روانو مظاهرو کې کم کم نه 186 خلک وژل شوي.

بلخوا په برتانيا کې د فارسۍ ژبې د ازاد ايراني ټي وي چينل سره دوو کارکونکو خبريالانو ته د ايران د پاسداران انقلاب لخوا د مرګ دړکې ورکړل شوي.

والنټ ميډيا ويلي دوی د مستندو شواهدو په اساس ويلی شي چې په لندن کې مېشت دوو ايراني خبريالانو ته د مرګ دړکې ورکړل شوي ځکه دغه چينل په ايران کې د روانو مظاهرو په ازاده توګه نشريات خوروي.

د والنټ ميډيا يو وياند ويلي “د اسلامک ريولوشنري کارډز لخوا خبريالانو ته د مرګ ګواښ شوی او دا د ازادې ميډيا د غلې کولو خطرناک ګام دی. دا په برتانيا کې خبريالانو ته يوه سرکاري دړکه ده او پاسداران انقلاب ځواک دې پرې نه ښودل شي چې ازاده ميډيا خاموشه کړي”.

د خبريالانو نومونه او د هغوی په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG