لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيوزي لينډ په لمړي يوورځني ميچ کې پاکستان ته ماتې ورکړې


دپاکستان لخوا تر ټولو ښۀ بيټنگ مصباح الحق وکړو چې 50 رنز يې جوړ کړل او تر اخره پورې په کريز ولاړؤ.
دپاکستان لخوا تر ټولو ښۀ بيټنگ مصباح الحق وکړو چې 50 رنز يې جوړ کړل او تر اخره پورې په کريز ولاړؤ.

نيوزي لينډ په لمړي يوورځني ميچ کې پاکستان ته په 9ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
په ويلنگټن کې ترسره شوي ميچ کې پاکستان د ټاس گټلو وروستودلمړي بيټنگ فيصله وکړه او دټولو 10ؤ وکټو په تاوان يې يواځې 124 رنز جوړ کړل.
دپاکستان لخوا لمړنيو لوبغاړو دښۀ بيټنگ څرگندونه ونۀ کړل شوه او داول نه تر اخره پورې پاکستاني لوبغاړي دنيوزي لينډ دباؤلرانو په فشار کې پاتې شول.
دپاکستان لخوا تر ټولو ښۀ بيټنگ مصباح الحق وکړو چې 50 رنز يې جوړ کړل او تر اخره پورې په کريز ولاړؤ.
همدغه شان دپاکستان کپتان شاهد اپريدي صرف 15، او يونس خان 24 رنز جوړ کړل.
دنيوزي لينډ لخوا تر ټولو کامياب باؤلر ټم ساؤتهي وؤ چې 5 وکټې يې ترلاسه کړې ، همدغه شان برنيټ درې او جيکب اورم دوه لوبغاړي اوټ کړل.
دپاکستان د125ؤ رنزو دهدف په ځواب کې نيوزي لينډ په 18م اوور کې يواځې ديو وکټ په تاوان دغه هدف ترلاسه کړو او دغسې يې پاکستان ته په 9ؤ وکټو ماتې ورکولو سره ماتې ورکړه.
جيس رائيډر په 55 دسهيل تنوير په بال اوټ شو.
په لمړي يوورځني ميچ کې دگټې وروستو نيوزي لينډ د6ؤ يو ورځنو ميچونوپه سيريز کې ديو صفر برتري ترلاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG