لاس رسیدونکی لینک

 
د بنګله دېش د حکومت مخالفو ګوندونو اعلان کړی چې د اینده میاشت په عامو انتخاباتو کې به برخه نه اخلي
تازه خبر

د بنګله دېش د حکومت مخالفو ګوندونو اعلان کړی چې د اینده میاشت په عامو انتخاباتو کې به برخه نه اخلي


بي اېن پي د تېر کال راهسې په خپلو احتجاجونو کې غوښتنه کوي چې انتخاباتو دپاره دې نګران حکومت جوړ کړی شي. د ګوند په نظر نګران حکومت منصافه انتخابات یقیني کولی شي
بي اېن پي د تېر کال راهسې په خپلو احتجاجونو کې غوښتنه کوي چې انتخاباتو دپاره دې نګران حکومت جوړ کړی شي. د ګوند په نظر نګران حکومت منصافه انتخابات یقیني کولی شي

د بنګله د حکومت تر ټولو لوی مخالف سیاسي ګوند د اینده میاشت د عامو انتخاباتو نه د بایکاټ اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې په "جعلي" ووټونو کې برخه نه شي اخیستلی.

د بنګله دېش نېشنلېسټ پارټۍ یو مشر عبدالمعین خان وویل په بنګله دېش کې جمهوریت ختم شوی او د وزیراعظمې شېخ حسین واجد د عوامي لیګ ګوند په حکومت کې ازاد او منصفانه انتخابات نه شي کېدلی.

خان وي او ای ته وویل چې حکومت د عدلیې او د الیکشن کمېشن په شمول په ټولې ادارو اجاراداري جوړه کړې ده او د موجود نظام دلاندې "داسې لاره نه ده پاتې چې ازاد، منصفانه او بې طرفه انتخابات یقیني کړي."

د عوامي لیګ جنرل سېکرېټري عبېدل قادر وویل عوامي لیګ نه بلکې بي اېن بي د عامو انتخاباتو په لاره کې خنډ دی. هغه وویل بي اېن پي د انتخاباتو "رېل" نه شي ودرولی او د هغه په قول په خپل وخت به منزل ته رسي.

بي اېن پي په هغو 17 ګوندونو کې تر ټولو لویه پارټۍ ده چې د جنورۍ په میاشت کې کېدونکو عام انتخاباتو نه یې بایکاټ اعلان کړی دی.

د امریکې د ایلي نای سټېټ یونېورسټۍ د سیاسیاتو د څانګې استاذ علي ریاض وايي بي اېن پي ځکه په انتخاباتو کې برخه نه اخلي چې د انتخاباتو دپاره د نګران حکومت د جوړېدو او ځینې نورې غوښتنه یې نه دې منل شوې.

بي اېن پي د کال 2014 په عامو انتخاباتو کې هم شرکت نه و کړی او په عوامي لیګ یې د مخالفینو د چقولو، په زور د خلکو د بې درکه کولو او د عدلیې بالا د خلکو د وژلو الزام لګولی و. د 2018 په عامو انتخاباتو کې په عوامي لیګ الزام وو چې په ووټونو کې یې پراخه کچه ټګي کړې او د ووټونو صندوقونه یې په جعلي ووټونو ډک کړي دي.

د حزب اختلاف ګوندونو او د جهموریت پلوه فعالانو د تشویش وروسته نورو ملکونو د وزیراعظمې شېخ حسین واجد نه غوښتنې شروع کړي چې د جنورۍ په اووه نېټه کېدونکي انتخابات کې منصافه او په ازاد ډول وکړي.

د سېپټمبر په میاشت کې امریکايي مامورینو وویل داسې ګامونه به اخلي چې د بنګله دېش د هغو مامورینو خلاف د ویزو قدغنونه ولګول شي چې په بنګله دېش کې جمهوریت او د انتخابي عمل په کمزوري کولو کې ککړ وموندل شي.

بي اېن پي د تېر کال راهسې په خپلو احتجاجونو کې غوښتنه کوي چې انتخاباتو دپاره دې نګران حکومت جوړ کړی شي. د ګوند په نظر نګران حکومت منصافه انتخابات یقیني کولی شي.

د حسینه واجد حکومت د نګران حکومت مطالبه رد کړې او دا یې غېر ایني بللې. هغې همیشه دا خبره کړې چې ګوند یې د منصافه انتخاباتو په نتیجه کې حکومت ترلاسه کوي.

په 2008 کې په اقتدار کې د راتلو راهسې د حسینه واجد په حکومتونو د امرانه روش او د مخالفینو د چقولو الزامات لګول کېږي.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ د نومبر په 26 یو رپورټ کې د سیاسي مخالفینو خلاف د بنګله دېش د حکومت اقدامات "پرتشدد امرامانه چقول" وبلل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG