د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ د پوځ او وسله والو جنگيالو ترمينځ يوه نښته شوې ، چې پکې شپږ عسکر وژل شوي ، او درې نور ژوبل شوي دي . چارواکي وايي نښته کې يي ۲۰ جنگيالي هم وژلي دي .
د سرچينو ترمخه دغه نښته د کوزې اورکزۍ ايجنسۍ په شيرين دره سيمه کې نن د خالي په ورځ سحر رامنځته شوې ده ، او وسله والو جنگيالو د پوځ په چيک پوسته بريد کړی دی .
د امنيتي چارواکو په وينا په دغې علاقه کې سحر وختې امنيتي ځواکونو د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې بمباري کړې ، او د ۲۰ جنگيالو د وژنې ادعا يي کړې ده .
سرچينې وايې تېر ماښام هم په دغې چيک پوسته يو بريد شوی ؤ ، او په هغې کېيو عسکر وژل شوی ؤ .
اورکزۍ ايجنسۍ د پاکستان هغه قبائيلي سيمه ده ، چې د شمالي وزيرستان ، کرمې ، هنگو او کوهاټ سره يي پولې لگېدلي دي .
په اورکزۍ ايجنسۍ کې په کال ۲۰۰۷م کې پوځي عمليات شوي وو ، او دغه علاقه د وسله والو جنگيالو نه پاکه کړی شوې وه .
راپورونه وايي د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې هم يوه بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوی ، او يو بل ژوبل شوی دی .
سرچينې وايي دغه پېښه د باجوړ ايجنسۍ د ماموند تحصيل په کمر سر علاقه کې رامنځته شوې ده .
د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .