لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزی ايجنسۍ : نښتو کې 20 جنگيالي وژل شوي دي


اورکزی ايجنسۍ : نښتو کې 20 جنگيالي وژل شوي دي
اورکزی ايجنسۍ : نښتو کې 20 جنگيالي وژل شوي دي

پاکستاني پوځيانو د گن شپ هيلي کاپټرو له لارې د قبائيلي سيمې اورکزی ايجنسۍ په بيلا بيلو ځائيونو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې لږ تر لږه 20 جنگيالي وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني پوځيانو د گن شپ هيلي کاپټرو له لارې د قبائيلي سيمې اورکزی ايجنسۍ په بيلا بيلو ځائيونو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې لږ تر لږه 20 جنگيالي وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې گن شپ هيلي کاپټرو دبره اورکزوداسماعيل زئي تحصيل په غلجو، کانټري، تالي، ماموزۍ سيغل دره او ملا پټۍ سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي.
دسرچينو وينا ده په دغو عملياتو کې دتندلارو څلور ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
اورکزۍ ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله نۀ لري خو داورکزۍ سره په لگيدلو قبائيلي سيمو کرمه او خيبرايجنسيو کې دا مهال يو شمير تندروه مذهبي ډلې فعاليتونه کوي.
دپاکستان امنيتي ځواکونه وائي په جنوبي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دعملياتو څخه وروسته گڼ شمير جنگيالي نزدې قبائيلي سيمو ته تښتيدلي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دمارچ په وروستيو کې دپاکستاني پوځ او مليشه ځواکونو لخوا دجنوبي وزيرستان څخه دغلته دتښتيدلو اؤ پټو شوؤ جنگيالو په ضد گډ عمليات په نااعلانه ډول روان دي او پوځ تيره ورځ په اورکزو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو پايې ته درسولو اعلان هم کړى ؤ.
پاکستاني پوځيانو داورکزو په بيلا بيلو سيمو کې دځمکنيو بريدونو ترڅنگ دتندلارو په ضد په دغو عملياتو کې جنگي الوتکې او گن شپ هيلي کاپټر هم کارولي دي چې پکې دتندلارو يو شمير ځالې له مينځه وړل شوي او چارواکي په دغو عملياتو کې د800ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کوي.
ديو شمير پوځي مشرانو په گډون په دغو عملياتو کې د30ؤ څخه زيات عسکر هم وژل شوي دي.
په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو خواؤشا دوؤ لکو کسانو محفوظو ځائيونو ته په کډو کولو مجبور شوي وؤ.
اورکزۍ ايجنسۍ دپاکستان داوؤ قبائيلي ايجنسيو څخه يواځينۍ سيمه ده چې پولې يې دافغانستان سره پيوست نۀ دي.
پوځ په اورکزو کې دفتحې او ددغه سيمې څخه دتندلارو دپاکولو اعلان په داسې حال کې کړى دى چې وخت په وخت اوس هم دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG