لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس په پېښور کې د کونړ نایب والي د لټون لپاره هلې ځلې پیل کړې


د پېښور پولیس ویلي په ښار کې بې درکه شوي د کونړ ولایت نایب والي قاضي محمد نبي احمدي د لټون لپاره یې کوښښونه پیل کړې دي.

د پېښور د پولیس مشر ویلي د قاضي محمد نبي احمدي د درک معلومولو لپاره د پولیس خصوصي ډله قایم کړی شوي ده.

په یو بیان کې پولیس وویل د ښار د پولیس مشر محمد طاهر خان په امر د ښاغلي احمدي د معلومولو دنده د پولیس یوې ځانگړې ډلې ته سپارل شوي ده. په دغه ډله کې د پولیس تفتیشي او د عملیاتو افسران شامل دي.

د پولیس بیان وايي د قاضي محمد نبي احمدي کورنۍ د پېښور په شرقي تاڼه کې رپورټ درج کړی و چې ښاغلی احمدي د پېښور په ډبگرۍ گارډن کې د گردو د علاج لپاره راغلی و خو وس یې درک نه معلومیږي.

په پيښور کې دافغانستان قونصل جنرال ښاغلي معین مرستیال دمرستیال ګورنر دتښتول کیدو پخلی کړی اؤ وایي دپاکستان حکومتي اؤ امنیتي چارواکو سره یې د هغه د موندلو اؤ راخلاصولو دپاره تماسونه نیولي دي.

خو د پېښور د پولېسو مشر په بیان کې داسې څه خبره نشه چې گنې ښاغلی احمدي تښتول شوی دی.

د شنبې په ورځ په پیښور کې افغان قونصل جنرال ښاغلي معین مرستیال وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې د کونړ مرستیال ګورنر قاضي محمد نبي احمدي درې ورځې وړاندې پیښور ته د علاج دپاره راغلی ؤ اؤ پرون دجمعې په ماښام چې ډبګري ګارډن سیمې ته دډاکټر معائنې دپاره تللی ؤ هلته نه نامعلومو کسانو پورته کړی دی.

قونصل جنرال وایي چې د کونړ د ګورنر دغه مرستیال په رسمي توګه پاکستان ته نه ؤ راغلی اؤ نه یې سفارتخانې یا قونصلګرۍ ته د خپل راتګ اطلاع ورکړې

ویل کیږي د قاضي محمد ني احمدي تعلق د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دافغانستان حزب اسلامي ګوند سره دی اؤ هغه په کونړ کې یو پیاوړی قامي مشر هم ګڼل کیږي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې لوړ پوړي افغان حکومتي چارواکي اؤ سیاسي مشران نامعلومه کسانو تښتولي دي، ځېنې پکې بیان موندل شوي خو ځېنې پکې وژل شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG