لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پوله خلاصه شوه، مګر خلک وایي پخواني مشکلات یې پر ځای پاته دي


د يوې مياشتې نه بند د چمن او سپين بولدک لويه لاره د نهې/ سې شنبې په ورځ د تجارت او عامو خلکو ته د تګ راتګ دپاره بیاپرانېستل شوه، خو خلک وایي، هغه پخوانۍ ستونزې چې له امله یې دا لاره تړل شوې وه، ندي حل شوي او په تېرو څو هفتو کې چې پوله بنده وه، له امله یې په زرګونه خلک او تاجران سخت زیانمن شول.

د چمن-سپین بولدک لاره د طالبانو لخوا میاشت وړاندې د هرقسم تګ راتګ او کاروبار دپاره په دې تړل شوې وه چې طالبانو ویل، په دروازه د پاکستاني امنیتي کسانو سلوک د افغانانو سره مناسب نه دی.

خو د سپین بولدک یو اوسېدونکی چې باچا خان نومیږي، چمن ته په اوړېدلو وي او اې ډېوه ته وویل: "اوس هم پاکستاني امنیتي چارواکي دا مخلوق واپس کوي، او اوس هم په دروازه هغه زوړ چلند کوي. مونږ ولیدل چې خلک یې واپس کول، زنانه یې وهلې، او یو تن یې چې جنازه یې په رېړه کې راخیستې وه، هغه یې هم واپس کړ."

باچا زیاته کړه چې پاکستان یې په طالبانو او طالبان یې په پاکستان وراړوي، خو زور یې عامو خلکو ته رسيږي.

طالبانو پاکستان ته یو شمېر غوښتنې وړاندې کړې وې چې په کې په چمن دروازه د بېلابېلو لارو خلاصولو او د لوی کندهار د اوسېدونکو یوازې په تذکره پاکستان ته د تګ غوښتنه هم وه، خو پاکستان د لارې د خلاصولو دپاره د کوم شرایطو د منلو په اړه څه ندي ویلي.

د لوی کندهار، چې په کې کندهار، هلمند، زابل، او ارزګان ولایتونه راځي، د خلکو دپاره په تذکره سفر لکه چې پاکستان نه وي منلي، ځکه د سپین بولدک اوسېدونکي، لالي، وي او اې ډیوه ته وویل چې یوازې د سپین بولدک او کندهار د خلکو تذکرې منل کیږي.

لالي زیاته کړه: "زه د بولدک په تذکره راغلم، خو خلک ډېر ستړي دي. زمونږ انار او دا شیان خراب شول. زمونږ د مسلمانانو سره هیله ده چې دا لار سکوټه خلاصه کړي."

یو بل ته چې نصیب الله نومیږي، ډېوه ته وویل، پاکستاني چارواکي د سپین بولدک او کندهار د اوسېدونکو نه علاوه، نور څوک په تذکرو نه پرېږدي او وایي په کار ده چې د لښکرګاه، هلمند، کلات، او آن تر غزني پورې خلک پاکستان ته په تذکره د سفر اجازت پیدا کړي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یو ټویټ کې لیکلي، پاکستان د افغانانو دپاره د ډسمبر پورې د وېزې فیس معاف کړی خو د ویزې د شرط د ختمولو په اړه یې څه ندي ویلي.

خو د چمن او تورخم د لویو لارو اوړېدونکي افغانان او پاکستاني وګړي وایي، د دواړو خواوو امنیتي کسان که پاکستانيان دي او که طالبان، د اولس سره ډېر بد چلند کوي.

څېړونکي وایي، د اشرف غني د حکومت نه وروستو، د طالبانو واک د پاکستان د دوستۍ وخت ګڼل کیږي ځکه چې یاد هېواد ته طالبان چارواکي خپل دویم کور هم وایي، خو د تېر حکومت سره په تله د دواوړو ملکونو تجارت د طالبانو په واکمنۍ کې ډېر ټیټ شوی دی.

د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان د شمېرو مطابق، د تېر کال د سپټمبر میاشتې او د دې کال د یادې میاشتې تر منځ، د افغانستان سره د پاکستان د تجارت کچه نږدې اویا (۷۰) فیصده راکمه شوې ده.

د رپوټ ترمخه، د چمن لارې په تړلو، تورخم یوازېنۍ لاره پاتې وه چې د افغانستان سره ورباندې تجارت وشي، او د دې سوبه د کندهار انار په پېښور کې پرېمانه او د تېر کال په نسبت ارزانه شول.

د مارکېټ کتنه ښيي که چېرته تېرکال دغه انار هر کلوګرام تر ۳۰۰ پاکستاني روپو باندې خرڅېده، نو دې وخت کې هر کلوګرام تر ۲۰۰ پورې خرڅیږي. سره د دې چې د پاکستانۍ روپۍ قدر هم ډېر غورځېدلی دی.

که هرڅو چین هم د طالبانو د واک لاندې افغانستان سره د هوایي دهلیز د وچو میوو وړولو هغه زوړ تجارت بېرته خلاص کړی چې د تېر حکومت په وخت کې پیل شوی و، خو د طالبانو حکومت د نورې نړۍ سره لا اقتصادي او سفارتي اړیکې قانوني کړي ندي.

سره د دې چې چین هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د پاکستان نه وروستو، د طالبانو د حکومت سره اقتصادي مرستې او دوه اړخیزه تجارت کول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG