لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ په ننګرهار کې وژل شوی


د ننګرهار ګو رنر ضياالحق امرخيل په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د لشکر اسلام ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر منګل باغ له غرمې مخکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو
د ننګرهار ګو رنر ضياالحق امرخيل په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د لشکر اسلام ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر منګل باغ له غرمې مخکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو

افغان چارواکي وايي د پاکستانۍ ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې لشکر اسلام مشر منګل باغ افريدي د زيارت، پنجشنبې، په ورځ د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د د ښخ شوي ماين په چاودنه کې سره د دوو ملګرو وژل شوی دی.

د ننګرهار ګو رنر ضياالحق امرخيل په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د لشکر اسلام ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر منګل باغ له غرمې مخکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو. منګل باغ په ياده سيمه کې په ګڼ شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود”.

ښاغلی امرخيل د زيارت په ورځ په ننګرهار کې په يو هدفي بريد کې روغ وتلی او دوه تنه په ياد بريد کې ټپيان شوي دي.

په کابل کې هم افغان چارواکو وي او ای ډیوه د منګل باغ د وژل کېدو پخلی کړی. د دې نه وړاندې هم افغان ځواکونو د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ځينې پاکستاني وسله وال په نخښه کړي او وژلي دي.

منګل باغ د پخوانۍ خيبر ضلعې په باړه تحصيل کې د لشکر اسلام په نوم تنظيم چې مفتي منير شاکر جوړ کړی و په کال 2004 کې په خپل واک کې واخست او نه يواځې يې د افريدي قبيلې نه ځوانان وغوښتل بلکې په خلکو يې د لشکر اسلام سره د مالي مرستې کول هم په زور ورومنل.

د اوسامه بن لادن په لټولو کې د سي اي ای مبينه مرستندوی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شکيل افريدي چې امريکا يې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر هيرو بولي د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ د لشکر اسلام سره د مالي مرستو په سر 33 کاله قيد کړی او د سزا خلاف د اپيل مقدمه يې اوس د پښتونخوا په عدالتونو کې روانه ده.

منګل باغ افريدي

د ځايي خلکو په وينا د مفتي منير شاکر په ياد کال کې د باړې خيبر ايجنسۍ نه د ويستلو وروسته هم لشکر اسلام ‌‌‌‌‌‌ډله او هم د ‌‌‌‌‌‌ډلې ايف ايم ري‌‌‌‌‌‌ډيو د ناپېژندلي منګل باغ په واک کې راغلل او وايي دا ناشونې ځکه وه چې په ډله کې نور قوي مخکښان د وړاندې نه موجود وو.

مفتي منير شاکر د دې نه وړاندې د کرم ايجنسۍ نه د سني شيعه مسلمانانو تر منځ د مسلکي کرکې په خورولو ويستل شوی و او د خېبر ايجنسۍ نه هم د پير سيف الرحمان سره د ديوبندي او بريولوي مسلکې کرکې په بنياد وويستل شو.

د لشکر اسلام د واک اخستلو نه پس منګل باغ په ايف ايم ري‌‌‌‌‌‌ډيو ويناګانې پيل کړې او په خلکو يې په زور د خپلې تندلاري اسلامي تګلارې د منلو کار په زور وروتپلو.

منګل باغ د خيبر په تيراه سيمه کې د برېلوي مسلک د انصار الاسلام ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشر قاضي محبوب خلاف هم وسله واله جګړه وکړه چې پکې د دواړو خواو نه په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د نورو سره سره منګل باغ د پښتو ‌‌‌‌‌‌ډرامو او سټيج دټوقو ټقالو پېژندلی هنرمند عالمزيب مجاهد چې په جاناني ياديږي هم ګواښلی و چې د خپله کار لاس واخلي اوتبليغ ته لاړ شي. ښاغلی مجاهد نن سبا په امريکا کې سرپناه اخستلې ده.

د باړې د نصرالله افريدي چې په پېښور کې يو فعاله ژورنالېسټ و د بم په چاودنه کې وژل او په پرله پسې دويمه چاودنه کې د ګڼ شمېر نورو ژورنالېسټانو او خلکو د وژلو پړه د منګل باغ د ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه اچول کيږي ځکه ښاغلي افريدي نزدې ملګري جرنلېسټان هغه ته د منګل باغ د نېغ په نېغه د وژلو د دړکې نه خبر کړي وو.

منګل باغ لکه د نورو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو هغه وخت افغانستان ته واوړېدو کله چې پاکستاني پوځ په پخوانۍ فاټا کې د ترهګرۍ خلاف په بيلا بيلو نومونو پوځي عمليات پيل کړل.

په خيبر کې د “زه درغلم” او “زه بيا درغلم” په نوم عمليات شوي چې ځايي خلک وايي په ولس کې اوس هم ويره پرته ده چې د لشکر اسلام په رنګ ‌‌‌‌‌‌ډلې بيا ولسواکي شروع نه کړي.

منګل باغ تر پرايمرۍ پورې سبق ويلی و او دهغه نزدې پېژندګلو خلک وايي بيا يې د پېښور په ګلبرګ سيمه کې د ګا‌‌‌‌‌‌ډو د وينځلو نه خپله مزدوري شروع کړې وه چې د باړې د بس کلېن‌‌‌‌‌‌ډر لا کلينر شو او اخر يې ‌‌‌‌‌‌ډراېوري زده کړه.

خو د لشکر اسلام او د ايف ايم ري‌‌‌‌‌‌ډيو لاس ته راتلو وروستو په باړه او تر يو حده د پېښور په خوا و شا کې يې خپل عدالت چلولو.

هم دا رنګ نظام د سوات مولانا فضل الله هم چلولو او د خپلې خوښې سزاګانې يې ورکولې چې دوی شرعي بللې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG