د افغانستان صدر اشرف غني د ټوېټر دلارې د پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین د گرفتارۍ غندنه کړې ده خو پاکستان ویلی د افغان صدر دغه ټویټ د هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده باید چې نوی شوی.
د پاکستان خارجه وزارت د گل، دوشنبې، په ورځ د افغان صدر د ټویټ په اړه یو بیان کې وویل "مونږ د صدر اشرف غني ورستي ټویټس ډیر په تشویش په پام کې ونیول چې واضحه توگه د پاکستان په داخلي چارو کې مداخلت دی چې ضرورت یې نه و."
بیان کې ووېل شو چې پاکستان د افغانستان سره د ملگرتیا داسې تعلقات غواړي چې دواړه ملکونه پکې د یو بل په کورنیو چارو کې مداخلت ونکړي. "مونږ گڼوو چې داسې بیانونه د دواړو ملکونو ترمنځ ښه تعلقاتو ته وده ورکولو کې مرسته نکوي."
افغان صدر اشرف غني وویل چې د منظور پشتین په گرفتارۍ خواشینی شوی دی.
افغان صدر وویل د منظور پشتین په گرفتارۍ د اېمنسټي انټرنېشنل تشویش شریکوي او پکار ده چې منظورپشتین او د هغه ملگري خوشي کړی شي. "د پرامنه تحریکونو سره اختلافات باید چې د مکالمې او د تړون دلارې حل کړی شي."
منظور پشتين د گل، دوشنبې، په ورځ د نمر خاته نه وړاندې په پېښور کې پولیسو ونيولو. په پېښور کې پولیس چارواکو وویل منظور پشتین په ډېره اسماعيل خان کې په یو شمیر مقدمو کې پولیس ته په مقدمه کې مطلوب و.
پشتون ژغورنې غورځنگ د خپل مشر منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف د نهې، سه شنبې، په ورځ په پاکستان او په نړیواله کچه د احتجاجونو اعلان وکړو او په منظور پشتین لگول شوي الزامات یې بې بنیاده وبلل.
د بشري حقونو نړيوال تنظيم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي،"د خپلو حقونو، اظهار رایې د ازادۍ او امن دپاره مبارزه کوونکی منظور پشتين نيول شوی، هغه دې بې د کومه شرطه په سمدستي ډول خوشی کړی شي".
د بشري حقونو د تنظيم نه علاوه په پاکستان کې هم سياستوالو او د مدني ټولنې غړو د پشتين نيول غندلي او د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان هم د منظور پشتین د گرفتارۍ غندنه وکړه. هغه وویل اختلاف باید چې د مذاکراتو دلارې حل کړی شي.